1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

ترمپ په موقت ډول د کانګرس د فعالیتونو ځنډولو ګواښ کړی

۱۳۹۹ فروردین ۲۸, پنجشنبه

دونالد ترمپ د دیموکراتانو استازي د حکومت د مدیریتي پوستونو له پاره د نوماندانو په تائید کې په ځنډ تورن کړي دي. ترمپ ویلي دي چي له همدې امله کیدای شي له خپل واک څخه په استفادې کنګره په مؤقت ډول وځنډوي.

https://p.dw.com/p/3azZB
USA Coronavirus US-Präsident Donald Trump
انځور: picture-alliance/AP Images/A. Brandon

د کرونا نوي ویروس د خپریدو په دلیل د امریکا کانګرس چې د سنا او استازو له مجلسونو څخه جوړ دی په فزیکي ډول غونډو ته نه حاضریږي. ترمپ وایي چې له همدې امله د حکومت په لسګونو زره مدیریتي پوستونه چې د نوماندانو انتخابول یې د کانګرس تائید ته اړتیا لري همداسې پاتې دي.

ترمپ د دیموکرات ګوند استازي چې په پارلمان کې اکثریت لري په حکومتي دستګاه کې په دې برخه کې د بې توجهۍ او بی کفایتۍ مسئول بولي.

د شپيګل انلاین د رپوټ پر بنسټ د امریکا متحده ایالاتو ولسمشر دونالد ترمپ د چهارشنبې (د اپریل میاشتې ۱۵ نیټه)په ماښام د خبریالانو په موجودیت کې ګواښ وکړ چې له خپل قانوني واک څخه په استفادې کولی شي د امریکا د کانګرس فعالیتونه د یوې مودې له پاره وځنډوي.

ترمپ زیاته کړه چې د کرونا له کړکیچ سره د مقابلې له پاره اړتیا لري هر څومره ژر چې ممکن وي د لوړو پوستونو له پاره اشخاص انتخاب شي. د کانګرس د فعالیت د ځنډول کیدو په صورت کې د امریکا ولسمشر کولی شي د سنا او استازو مجلسونو له تائید پرته د خپلې خوښې کاندیدان وټاکي.

انتقاد کوونکي وایي چې ډیري دغه پوستونه د ۲۰۱۷م کال په جنورۍ کې سپينې ماڼۍ ته د ترمپ له ننوتلو راهیسې تر اوسه پورې نه دي تائید شوي او د اکثرو له پاره یې خو لا تر اوسه پورې کاندان هم نه دي وړاندیز شوي.

له همدې امله پر ترمپ تور لګول کیږي چې د پارلمان د استازو د یوې څنډې ته کولو له پاره د کرونا بحران پلمه کوي. د امریکایي رسنیو په حواله اساسي قانون د امریکا ولسمشر ته اجازه ورکوي چې د کړکیچ پر مهال د کانګرس فعالیتونه د یوې مشخصې مودې له پاره ؤ ځنډوي، خو تر اوسه پورې داسې کله نه دي پيښ شوي.

د امریکا د استازو مجلس غړي او سناتوران به لږ تر لږه د می میاشتې تر پیل پورې حضوري مجلس دایر نه کړي، خو کنګرې تر اوسه پورې په رسمي ډول خپل فعالیتونه نه دي ځنډولي او رخصتي یې نه ده اعلان کړې.

USA Senat - Kapitol in Washington
د کرونا له امله د امریکا کانګرس چې د سنا او استازو له مجلسونو څخه جوړ دی په فزیکي ډول غونډو ته نه حاضریږيانځور: picture alliance/ZUMAPRESS.com/A. Edelmann

د کانګرس پر غړو د خیانت تور

ترمپ د کانګرس د غړو له خوا د حضوري غونډو نه دایرول او د مدیریتي پوستونو له پاره د وړاندیز شویو اشخاصو وضعیت ته رسیدګي نه کول په داسې یو وخت کې له مسئولیت څخه تیښته او خیانت وباله چې امریکا د کرونا ویروس د خپریدو له کړکیچ سره لاس او ګریوانه ده.

ویل کیږي په هغه صورت کې چې ترمپ په موقت ډول د کنګرې د ځنډولو امر ورکړي، د استازو د مجلس دیموکرات غړې به یې پر وړاندې شکایت وکړي.

ترمپ وایې چې د دا ډول یو اقدام په اړه تقریباً ډاډه دی او «وبه لیدل شي چې څوک په محکمه کې بریالی کیږي.«

ترمپ په سپينه ماڼۍ کې خبریالانو ته وویل چې د کووید-۱۹ ناورغۍ د خپریدو د مخنيوي په برخه کې د حکومت سخت ګیرانه تدابیر اغیزمن ثابت شوي دي او په ټولو ساحو کې د کرونا پر ویروس د نویو اخته کیدونکو کسانو شمیر مخ پر کمیدو دی.

په امریکا کې د کرونا پيښې

د جانز هوپکینز امریکایي پوهنتون له خوا د وړاندې شویو معلوماتو پر اساس د پنجشنبې ورځې تر سهاره پورې په امریکا متحده ایالاتو کې په کرونا ویروس د اخته کسانو شمیر ۶۳۹ زرو ته رسیدلی دی. همدارنګه ۳۰۹۵۲ کسانو د دې ناروغۍ له امله خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.

په کرونا ویروس د اخته کسانو شمیر د نړۍ د بل هر هیواد په پرتله په امریکا کې لوړ دی. د دونالد ترمپ د څرګندونو پر اساس په اوس وخت کې په امریکا کې په ۴۸ مختلفو میتودونو د کرونا د تشخیصولو معاینات ترسره کیږي او تر ۳ میلیونه او ۳۰۰ زرو ډيرې معاینې ترسره شوي دي.

د پنجشنبې تر سهاره (د اپریل میاشتې ۱۶ نیټه)پورې د نړۍ په ۱۸۵ هیوادونو کې د کرونا ویروس تر ۲ میلیونه او ۶۴ زرو ډيرې مثبتې پيښې ثبت شوي دي او څه دپاسه ۱۳۷ زره کسانو د کووید-۱۹ ناروغۍ له امله خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.

د کرونا پر موضوع له آرشیف څخه يو انځوريز البوم:

دویچه ویله: ش.ن/ ن.ز