1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

ترمپ له افغانستانه د خپلو ځواکونو پر ايستلو ټينگار وکړ

۱۳۹۸ بهمن ۱۶, چهارشنبه

ولسمشر دونالد ترمپ ولس ته په خپله کلنۍ وينا کې يو وار بيا له افغانستانه د ځواکونو د رايستلو له پاره د مذاکراتو هوډ څرگند کړ. هغه وويل چې په يوه نه ختميدونکې جگړه کې د «سونو زرو» انسانانو وژني ته ليوال نه دی.

https://p.dw.com/p/3XHsA
USA, Washington: Trump hält State of the Union Rede im Capitol
انځور: picture-alliance/L. Millis

د امريکا متحده ايالاتو ولسمشر دونالد ترمپ کانگرس ته د وينا پر وخت وويل: «زه نه غواړم چې په افغانستان کې په سونه زره انسانان چې ډېر یې بې گناه دي، ووژنم.»

هغه په خپلو خبرو کې زياته کړه: «دا زموږ [د امريکا] دنده نه ده چې په نورو هيوادونو کې د پوليسو په څېر کار وکړو.» ترمپ د خپلو خبرو په دوام کې وويل: «دا [امريکايي] ځواکونو د نړۍ تر ټولو غوره ځواکونه دي. دوی غواړي چې جگړه د گټلو له پاره وکړي او يا هیڅ جگړه ونه کړي.»

هغه وويل: «موږ هڅه کوو چې د امريکا تر ټولو اوږده جگړه [د افغانستان جگړه] پای ته ورسوو او خپل ځواکونو کور ته راستانه کړو.»

ترمپ تل له هيواد دباندې د خپلو عسکرو استقرار تر پوښتنې لاندې راولي او د افغانستان جگړه د وينې او خزانې زيان بولي.

خو تېر کال یې له طالبانو سره په کمپ ديويد کې خبرې اترې چې توافق ته نزدې شوي وې، په ناڅاپي ډول لغوه اعلان کړې چې علت یې په کابل کې په يوه بريد کې د يوه امريکايي افسر وژنه ياده کړه.

وروسته بيا د افغانستان د سولې له پاره د امريکا ځانگړي استازي په قطر کې له طالبانو سره مذاکرات بیرته پېل کړل چې څو مياشتې یې دوام وکړ او لا تر اوسه روان دي.

ترمپ په خپله وينا کې د وينزويلا يادونه هم وکړه او د دغه هيواد کيڼ اړخه ولسمشر نيکولاس مادورو سره یې سخت مخالفت څرگند کړ، په داسې حال کې چې د هغه مخالفت خوان گوايدو یې ولس ته د خپلې وینا له اوریدو له پاره ور بللی وو.

ترمپ په کانگرس کې د وينا پر وخت د ایران وژل شوی جنرال قاسم سليماني د دغه «رژيم د يوه بې رحمه قصاب» په توگه ياد کړ.

ترمپ د ايران حکومت ته توصيه وکړه چې په سيمه او نړۍ کې دې د وژنې او ورانۍ له خپله سياسته لاس واخلي. هغه زياته کړه: «د کلکو بندیزونو له کبله [د امريکا له خوا] د ایران اقتصاد په ډېر سخت حالت کې دی. موږ کولی شو چې په دېره لنډه موده کې د اقتصاد د ښه کولو له پاره له ايران سره مرسته وکړو، خو دوی خو يا ډېر مغرور او يا هم ډېر بې عقله دي چې له موږ څخه د مرستې غوښتنه نه کوي.«

ترمپ د منځني ختیځ له پاره د خپل اسرائيلي پلوه پلان څخه په لنډه توگه يادونه وکړه چې تېره اوونۍ یې لومړي وزير بنيامن نتنياهو ته وړاندې کړی وو.

bs/nz (AFP)