1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
روغتيا

ترمپ: د کرونا د مثبتو پیښو ډیروالی امریکا ته ویاړ دی

۱۳۹۹ اردیبهشت ۳۱, چهارشنبه

دونالد ترمپ ویلي چې په برازیل کې د کرونا د مثبتو پیښو ډیروالي ته په کتو سره پر برازیل باندې د سفري بندیز په هکله فکر کوي. نوموړي همدا راز ویلي چې د کرونا د مثبتو پیښو ډیروالی د امریکا له پاره د ویاړ خبره ده.

https://p.dw.com/p/3cVD7
USA PK Donald Trump
انځور: Reuters/K. Lamarque

په برازیل کې د کرونا ویروس د مثبتو پیښو او مرګونو ډیروالي ته په کتو سره ولسمشر دونالد ترمپ ویلي چې اوسمهال په دې فکر کوي چې له برازیل سره هر راز تګ را تګ بند کړي.

په ټوله نړۍ کې تر اوسه پورې کابو ۵ میلیونه انسانان په کرونا ویروس اخته شوي او شاوخوا درې لکه او ۲۲ زره له دې ناروغۍ مړه شوي دي. په دې ترڅ کې د شمیرو له مخې په ټوله نړۍ کې له ۶۰ لکو ډیر کسان بیرته له دې ناروغۍ جوړ شوي دي.

په ورته وخت کې برازیل په لاتین امریکا کې د هغو هیوادونو په ډله کې دی چې د کرونا وبا له کبله ډیر ځپل شوی دی. په دغه هیواد کې د تیرو ۲۴ ساعتونو په موده کې ۱۱۷۹ تنو د کرونا وبا له کبله ځپل ژوند له لاسه ورکړی دی. د برازیل د روغتیا وزارت ویلي چې د کرونا ویروس له کبله د سه شنبې ورځې په مرګونو سره په دې هیواد کې د کرونا ویروس له کبله د مړو شمیر ۱۷ زره ۹۷۱ ته رسیدلی دی. په برازیل کې د کرونا ویروس ۲۷۱ زره او ۶۲۸ مثبتې پیښې ثبت شوي دي چې تر امریکا او روسیې وروسته د کرونا وبا له کبله ډیر ځپل شوی هیواد دی.

د رسمي شمیرو له مخې، په روسیه کې د کرونا ویروس له درې لکو ډیرې مثبتې پیښې ثبت شوي دي او په ټوله نړۍ کې د کرونا وبا د مثبتو پیښو له اړخه دریم ډیر ځپلی هیواد دی. په امریکا متحده ایالاتو کې بیا د کرونا له ۱۵ لکو ډیرې مثبې پیښې ثبت شوي او شاوخوا ۹۲ زره کسان بیا له دې ناروغۍ مړه شوي دي.

د کرونا د مثبتو پیښو ډیروالی د امریکا له پاره ویاړ دی

په دې ترڅ کې د امریکا متحده ایالاتو ولسمشر دونالد ترمپ، بیا ویلي چې په امریکا کې د کرونا د مثبتو پیښو ډیروالی ښه خبره ده او دا چې دغه څه د امریکا له پاره د ویاړ موضوع ده. په سپینه ماڼۍ کې د یوې خبري غونډې په ترڅ کې ترمپ وویل چې «کله چې تاسې وایاست چې موږ د کرونا ډیرې پیښې لرو نو دا په دې معنی ده چې موږ ډیر ټسټونه کوو.»

د ترمپ په خبره، هغه په امریکا کې د کرونا ویروس د پیښو ډیروالي ته د بدې موضوع په توګه نه ګوري او دا چې د ځینو خاصو لاملونو له کبله هغه ته د یوې ښې موضوع په توګه کتنه کوي. د ترمپ په خبره دا ځکه چې موږ د کرونا ویروس زیاتې پیښې څیړلي دي نو له دې کبله زه دې ته د ویاړ په توګه ګورم او په حقیقت کې دا د ویاړ نخښه ده.

ولسمشر ترمپ همدا راز وویل چې په برازیل کې په چټکۍ سره د کرونا ویروس خپریدو ته په کتو سره، هغه له برازیل څخه امریکا ته پر راتګ د بندیز په هکله فکر کوي. په سپینه ماڼۍ کې له خبریالانو سره په خبرو کې ترمپ همدا راز زیاته کړه چې زه نه غواړم چې «خلک دلته راشي او زموږ خلک اغیزمن کړي. زه غواړم هلته هم خلک له دې ناورغۍ وژغورل شي.» ترمپ همدا راز وویل چې له برازیل سره یې مرستې کړي دي او د کرونا وبا سره د مبارزې په برخه کې یې د مصنوعي تنفس یا ونتلاتور آلې هم ورکړي دي.

د لاتين امریکا په ونیزویلا کې هم د کرونا وبا په چټکۍ سره د خپریدو په حال کې ده او د دغه هیواد حکومت له برازیل او کولمبیا سره پولو ته نیږدې په یو شمیر ښارونو کې پر ګرځیدو بندیزونه وضع کړي دي. د چارواکو په خبره په دې هیواد کې د کرونا ویروس د مثبتو پیښو د ډیروالي دلیل له نورو هیوادونو څخه د خلکو راتګ دی او له همدې کبله حکومت پریکړه کړې چې له ګاونډیو هیوادونو څخه راتلونکي کسان د څوارلسو ورځو له پاره قرنطین کړي.