1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
روغتيا

ترمپ د ماسکونو ضد سړی دی

۱۳۹۹ خرداد ۲, جمعه

د ماسک تړل که هرڅومره مهم وي، خو د هغه له پاره د کمزورۍ یوه نښه ده. که خبره د ماسکونو د تړلو پر مهموالي وي، د امریکا ولسمشر دونالد ترمپ به په دې برخه کي په هیڅ صورت د نورو له پاره یو مثال ونه ګرځي.

https://p.dw.com/p/3cbKC
Donald Trump besucht Ford
انځور: picture-alliance/AP/A. Brandon

د امریکا متحده ایالاتو ولسمشر دونالد ترمپ، د میشکین په ایالت کي له یوې فابریکې څخه د لیدلو پر حال بیا هم څه ناڅه د ماسک له تړلو ډډه وکړه، دا په داسي حال کي چي د نوموړي ایالت د عدلیې وزیري، دانا نیسل په کلکه د هغه د تړلو غوښتنه کړې وه. د رسنیو تصویریونو وښودل چي ترمپ څرنګه په ایپسیلانتي ښار کي له فورد فابریکې څخه لیدنه کوي، چیري چي د موټر جوړولو انجینیران د کرونا د بحران پر وخت تنفسي دستګاوي تولیدوي. نیسل د یوه لیک له لاري له ترمپ څخه په کلکه غوښتنه کړې وه چي په مشیینګن کي په اوس وخت کي د ماسکونو تړل اجباري دي. دا خبره د ټولو له پاره صدق کوي، که هغه د متحده ایالاتو رئیس جمهور هم وي.

د فابریکې رئیس به ولسمشر د ماسک تړلو ته هڅاوه

د نوموړي فابریکې رئیس ژورنالیستانو ته ویل چي ترمپ مخکي د فابریکې څخه د لیدلو پر مهال ماسک تړلی وو خو هغه نه غوښتل چي ژورنالیستان یې وویني او هغوی په اصطلاح خوشحاله کړي. ترمپ ټینګار کاوه چي هغه او د هغه سره په تماس کي خلک د کرونا تست کړی. له همدې کبله مجبور نه دی چی ماسک واغوندي. هغه ته ویل سوي، د فابریکې په هره برخه کي چي له ژورنالیستانو سره خبری کوي، مجبور نه دی چی ماسک وتړي. خو د فابریکې منیجرانو چی د ترمپ ملتیا کوله، د هغوی ټولو خولې او پزې په ماسکونو تړلي وې.

نیسل له فابریکې څخه د ترمپ تر ملاقات وروسته په تویتر کي ولیکل، ولسمشر پر بیا بیا غوښتنو سربیره، د ماسک له تړلو ډډه وکړه. هغه د مشینګن د اوسیدونکو د روغتیا په غم کی نه دی. د موټر جوړولو کارګرانو خبر ورکړی چي د کمپنۍ رئیس بیل فورډ هم ترمپ دې ته هڅاوه چی ماسک وتړي. هغه د فابریکې څخه د لیدلو پر مهال، د یوه لنډ وخت له پاره ماسک وتاړه خو وروسته یې بیرته ایسته کړ.

ترمپ د ژورنالیستانو په مخکي وویل چي هغه به د کرونا د ویروس د یوې دوهمي احتمالي څپې پر وخت بیاهم سخت تدابیر وضعه نه کړي. هغه زیاته کړه، موږ به په اصطلاح دغه اور مړ کړو او په هیواد کي به بندیزونه رامنځته نه کړو. هغه د نورو ایالتونو له ګورنرانو يا واليانو څخه غوښتنه وکړه چي بندیزونه راکم کړي تر څو د هیواد اقتصاد بیرته پر پښو ودریږي.

پر ورته موضوع له آرشيف څخه يو انځوريز البوم: