1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

«د سولي خبرو د شرط په توګه طالبان باید تاوتریخوالی لږ کړي»

۱۳۹۸ بهمن ۳, پنجشنبه

د سویس په داووس کې د نړیوال اقتصادي فورم په څنډه کې ولسمشر ترمپ د افغانستان د سولې د خبرو په تړاو وویل چې د سولې د خبرو د بریا له پاره طالبان باید په افغانستان کې خپلو کارونو ته بدلون ورکړي.

https://p.dw.com/p/3WfvP
Weltwirtschaftsforum 2020 in Davos | Donald Trump, Präsident USA
انځور: picture-alliance/AP Photo/E. Vucci

د سویس په داووس ښار کې له ولسمشر غني سره د ملاقات پرمهال د امریکا متحده ایالاتو ولسمشر دونالد ترمپ وویل چې له امریکا متحده ایالاتو سره د طالبانو د سولې د خبرو د بریا له پاره دغه ډله اړ ده چې په افغانستان کې خپلو فعالیتونو ته تغیر ورکړي.

نوموړي په ځانګړې توګه د طالبانو له لوري د تاوتریخوالي کمښت ته اشاره وکړه.

سپینې ماڼۍ د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره د ولسمشر ترمپ او د غني د ملاقات په هکله ویلي: «ولسمشر ترمپ د طالبانو له لوري په بې ساري او دومداره توګه د تاوتریخوالي پرکمښت ټینګار وکړ چې له کبله به یې د افغانستان د راتلونکي په هکله هر اړخیزو مذاکراتو ته زمینه برابره شي.»

په ورته وخت کې تیره اونۍ د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر شاه محمود قریشي، په واشنګټن کې ویلي ول چې طالبان چمتو دي چې د تاوتریخوالي د کمښت په هکله د امریکا دغې غوښتني ته مثبت ځواب ووايي.

سربیره پر دې، د امریکا متحده ایالاتو ولسمشر پر طالبانو ږغ وکړ څو له افغان حکومت سره مستقیمي خبرې هم پیل کړي، داسې یوه غوښتنه چې طالبانو تر اوسه پورې رد کړې ده.

(K.H/N.Z(dpa