1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

ترمپ د افغان ملکيانو په قتل تورن عسکر وبخښل

۱۳۹۸ آبان ۲۵, شنبه

د امریکا متحده ایالاتو ولسمشر دونالد ترمپ د خپل هیواد هغو دوو تنو نظامیانو ته بخښنه کړې چې په افغانستان کې په قتل تورن وو. ترمپ د یوه بل پوځي افسر د رتبې ټیټيدل هم لغوه کړی دی.

https://p.dw.com/p/3T9Jj
USA Begnadigung von Militärs durch Donald Trump | Mathew Golsteyn, Archivbild
انځور: picture-alliance/AP Photo/The Fayetteville Observer/A. Craft

 

سپينې ماڼۍ اعلان کړی دی چې د امریکا ولسمشر دونالد ترمپ هغه دوه نظامیان بخښلي دي چې په افغانستان کې د دندې پرمهال یي پر څو شکمنو کسانو ډزې کړې وې. کلاینت لورانس یوه له هغو نظامیانو څخه دی چې په ۱۰۱۳م کال کې یي پر دریو شکمنو کسانو ډزې کړې وي چې په پایله کې یي دوو تنو خپل ژوند له لاسه ورکړی وو. ویل کیږي چې دغو دریو شکمنو کسانو غوښتل دغو پوځیانو ته نږدې شي.

ماتیو ګولسټاین یو بل امریکایي سرتیری دی چې ویل کیږي یو شکمن بم جوړونکی یي په افغانستان کې په غیر قانوني ډول وژلی وو. ټاکل شوې وه چې د دغه نظامي د دوسیي د بررسۍ بهیر هم ډیر ژر پيل شي.

د امریکا د ځانګړو سمندري ځواکونو د یوه لوړپوړې افسر ادوارد ګالاګر، دوسیه هم په دې هیواد کې د جنجال د رامنځته کیدو سبب شو. دغه افسر په عراق کې د یوه بندي پر وژنې تورن دی. د دې تور پر موجودیت سربیره د متحده ایالاتو یوې محکمې هغې برائت ورکړ. خو منصفه هیئت نوموړی په دې دلیل ګناهګار بللی وو چې د وژل شوي کس د جسد په څنګ کې یي عکس اخیستې وو.

USA Begnadigung von Militärs durch Donald Trump | Edward Gallagher & Ehefrau
په دې انځور کې د امریکا د سمندري ځواکونو افسر ادوارد ګالاګر(په انځور کې ښي خوا ته) لیدل کیږي.انځور: picture-alliance/abaca/TNS

نوموړي امریکایي پوځي د نورو ټولو مواردو (د هغو له جملې څخه په عراق کې پر ملکي خلکو ډزې کول) برخه کې برائت ترلاسه کړی وو. په هغه وخت کې د نوموړي رتبه هم ټيټه کړای شوې وه، خو اوس ولسمشر ترمپ د هغه د رتبې تنزیل هم لغوه کړی دی.

تحقیق کونکو ویلي وو چې ګالاګر، په ۲۰۱۷ م کال کې په عراق کې د «اسلامي دولت» ترهګرې ډلې یو ټپي جنګیالی وژلی وو، او د هغه د مړي تر څنګ یي عکس اخیستی وو. د امریکا د سمندري ځواکونو دغه افسر په دې هم تورن وو چې پر یوه غیر وسله وال کس او یوې نجلې یي ډزې کړې وې، څو هغوي ووژني. خو ګالاګر دغه تورونه رد کړي وو.

آژانسونه/ش.ن/ا.ا