1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

ترمپ دنمارک ته خپل سفر لغوه کړی

۱۳۹۸ مرداد ۳۰, چهارشنبه

مریکایي ولسمشر تر هغه وروسته دنمارک ته خپل سفر وځنډوه چې دې هیواد پر واشنګټن د ګرینلند سیمې د پلورلو وړاندیز رد کړ. دا په داسې حال کې ده چې ترمپ تر دې مخکې ویلي وو چې پر دې ټاپو باندې معامله یې د سفر لومړیتوب نه وو.

https://p.dw.com/p/3OGhY
Donald Trump
انځور: picture-alliance/AP Photo/A. Brandon

د امریکا متحده ایالاتو ولسمشر دونالد ترمپ، د سه شنبې په ورځ وویل چې دنمارک ته خپل رسمي سفر، لغوه کوي. ترمپ تر هغه وروسته چې  دنمارک پر امریکا متحده ایالاتو باندې د «ګرینلند» سیمې د پلورلو خبره په کلکه رد کړه، خپل پلان شوی سفر لغوه کړ.

دا په داسې حال کې ده چې یوازې دوه ورځې مخکې داسې رپوټونه خپاره شوي وو چې ترمپ له دنمارک څخه د ګرینلند له اخیستلو سره ډیره لیوالتیا لري. دا د دنمارک یوه نیمه خپلواکمنه سیمه او د نړۍ تر ټولو لوی ټاپو دی.

ترمپ د سه شنبې په ورځ پر خپله تویتر پاڼه باندې ولیکل: «دنمارک یو ځانګړی هیواد دی چې ډیر ښه خلک لري. خو د لومړۍ وزیرې مته فردریکشن د خبرو پر اساس، چې هغه د ګرینلند د پلور پر موضوع له بحث سره لیوالتیا نه لري، ما خپل سفر چې دوه اوونې وروسته پلان شوی وو، یوه بل وخت ته وځنډوه.»

ترمپ زیاته کړې: «لومړۍ وزیره وتوانیده چې په مستقیمه توګه د دې موضوع له بیانولو سره د امریکا متحده ایالاتو او دنمارک له پاره د ډیرو لګښتونو او هڅو مخه ونیسي. زه له هغې له دې کبله مننه کوم او غواړم په راتلونکې کې یو څه [لیدنه] پلان کړم.»

«پوچ بحث»

د دنمارک لومړۍ وزیرې د یکشنبې په ورځ ګرینلند ته د سفر پر مهال وویل چې د دې سیمې د پلورلو په اړه بحث «پوچ» وو. هغې خبریالانو ته وویل: «ګریلند د خرڅلاو له پاره نه دی. ګرینلند دنمارکۍ نه ده. ګرینلند، ګرینلندۍ ده. په سرسختۍ سره هیله لرم چې دا [د ګرینلند اخیستل] داسې کومه موضوع نه وي چې په جدیت سره یاده شوې وي.»

پلان شوې وه چې ترمپ د سپتمبر له دویمې څخه تر دریمې نیټې پورې په کوپنهاګن کې وایې او په دې جریان کې یې د دنمارک او د ګرینلند له لومړيو وزیرانو سره لیدلی وای.

خو پر دې سربیره هم تمه کیږي چې د امریکا متحده ایالاتو ولسمشر به د اګست میاشتې په پای کې پولند ته سفر وکړي.

ms/nz (Reuters, AP)