1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
روغتيا

ترمپ امریکایانو ته له ماسک څخه د استفادې سپارښتنه کړې

۱۳۹۹ فروردین ۱۶, شنبه

امریکا اوس د کرونا ویروس پر ټاټوبې بدله شوې ده. د نورو ټولو هیوادونو په پرتله په متحده ایالاتو کې د کرونا ویروس ډير خپور شوی دی. اوس ترمپ امریکایانو ته سپارښتنه کړې چې له ماسکونو څخه دې استفاده وکړي.

https://p.dw.com/p/3aRtw
USA Donald Trump spricht über das Coronavirus in Washington
ترمپ ويلي چې خپله هم له ماسک څخه استفاده کويانځور: picture-lliance/Newscom/UPI Photo/Y. Gripas

دا لومړی ځل نه دی چې د امریکا متحده ایالاتو ولسمشر دونالد ترمپ د کرونا له ویروس سره د مقابلې په ارتباط خپله تګلاره بدلوي. نوموړی چې مخکې تر دې د کرونا ویروس د خپریدو د مخنیوي په برخه کې له ماسک څخه د استفادې مخالف وو، اوس یي امریکایي اتباعو ته د ماسک د استفادې سپارښتنه کړې ده. البته ټینګار شوی دی چې دا یوه سپارښتنه ده او اجرا یې داوطلبانه کار دی.

ترمپ په عین وخت کې خبري کنفرانس ته ویلي دي چې هغه پخپله له ماسک څخه استفاده نه کوي.

د ترمپ د سپارښتنې پایلې

کارپوهان په دې باور دی چې د ترمپ سپارښتنه به ماسکونو ته د تقاضا د زیاتیدو سبب شي او دا کار به ماسکونو ته د طبي برخې د کارکونکو لاسرسی ستونزمن کړي.

د امریکا حکومت د روغتیایي چارو لوړپوړي چارواکي جرومي آدامز، د فبرورۍ میاشتې په وروستیو ورځو کې د امریکایانو په مخاطب کولو سره ویلی وه:
(ډیر په جدي ډول له تاسې غواړو ماسکونه مه اخلئ!) هغه ویلي وو چې ماسکونه نه شي کولی د کرونا ویروس د خپریدو مخه ونیسي. اوس په رسنیو کې خپاره شوي رپوټونه په امریکا کې د ماسکونو د شدید کمښت خبره کوي.

په نړیوالو رسنیو کې هم پر امریکا تور لګول کیږي ، په هر قیمت چې کیږي هڅه کوي د کرونا ویروس سره د مقابلې له پاره اړين ماسکونه او تنفسي دستګاوې ترلاسه او په خپل کنترول کې ولري. پر دې موضوع په کاناډا او فرانسې کې شدید انتقادونه شوي دي.

په یوه ورځ کې تر ۱۰۰۰ ډير قربانیان

د جانز هاپکینز پوهنتون له خوا د خپرو شویو ارقامو له مخې په امریکا متحده ایالاتو کې پر کرونا ویروس د اخته شویو کسانو شمیر تر ۲۷۳ زرو تجاوز کړی دی. په دې اساس په نړۍ کې د کرونا پر ویروس تر ټولو ډیر اخته کسان په دغه هیواد کې دي

USA Coronavirus Florida
امريکا متحده ايالات د نړۍ په سطه تر ټولو ډير د کرونا ويروس مبتلايان لريانځور: picture-alliance/AP Images/AP Photo/L. Sladky

همدارنګه یوازې په یوه ورځ کې په امریکا کې تر ۱۰۰۰ ډیرو انسانانو د کرونا ویروس له امله خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.

سربیره پر دې یوازې په یوه ورځ کې په امریکا کې د کرونا پر ویروس د اخته کسانو په شمیر کې ۷۱۴۱ تنه ورعلاوه شول.

په اروپایي هیوادونو کې اتریش لومړنی هیواد وو چې په عمومي ځایونو کې یي پر خپلو اتباعو له ماسکونو څخه استفاده الزامي کړه.

په چک جمهوریت کې هم خلک له ماسکونو څخه په استفادې مؤظف شوي دي. دا په داسې حال کې ده چې د آلمان یوازې په ځینو برخو کې د محلي حکومتونو له خوا له ماسکونو څخه استفاده الزامي شوې ده.

د روغتیایي توکو د صادراتو ممانعت

د امریکا حکومت د کرونا ویروس سره د مقابلې په خاطر د هر ډول طبي سامات الاتو او اړوندو تخنیکي وسایلو د هغو له جملې څخه ماسکونو، دستکشو او د تنفسي دستګاو پر صادراتو بندیز لګولی دی.

د نورو ترڅنګ د ام درې امریکایي شرکت، چې تنفسي ماسکونه تولیدوي د ترمپ پر دې پریکړې شدید انتقادونه کړي دي. د دې شرکت مسئولینو ویلي دي چې دا اقدام کیدای شي د دې سبب شي، چې نور هیوادونه هم پر ورته اقدام لاس پورې کړي او امریکا ته د داسې توکو پر صادراتو بندیز ولګوي.

د دغه شرکت د مسئولینو په وینا د ترمپ له خوا د دغو توکو پر صادراتو بندیز لګول په اوسنیو شرایطو کې کیدای شي د امریکا پر ګټو ناوړه اغیزې وکړي. ترمپ د نوموړي شرکت د مسئولینو لخوا د داسې انتقادونو د ردولو ترڅنګ ویلي دي چې د دغه شرکت له کړنو راضي نه دی.

دویچه ویله: ش.ن/ق.ن

زموږ له آرشيف څخه يو انځوريز البوم: