1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

ترمپ اروپایانو ته ویلي: «خپل جهادیان بیرته واخلئ»

۱۳۹۷ بهمن ۲۸, یکشنبه

د امریکا متحده ایالاتو ولسمشر دونالد ترمپ پر اروپایې هیوادونو ټینګار کړی دی چې د «اسلامي دولت» ډلې پورې اړوند هغه په لسګونه اروپایي جهادیان دې بیرته واخلي چې په سوریي کې نیول شوي دي، که نه نو دوی به خوشې کړای شي.

https://p.dw.com/p/3DX4L
USA Rede Präsident Donald Trump
انځور: Getty Images/AFP/B. Smialowski

د امریکا متحده ایالاتو ولسمشر دونالد ترمپ ویلي دي چې اروپایي هیوادونو ته پکار ده چې د «اسلامي دولت» ډلې یا داعش هغه نیول شوي کسان بیرته واخلي چې د اروپایې هیوادونو تابعیت لري.

ترمپ د شنبې په ماښام (د فبرورۍ میاشتې په ۱۶) په دې اړه یو تویتري پيغام کې لیکلي دي: «امریکا متحده ایالات بریتانیي، فرانسې، آلمان او نورو اروپایي هیوادونو ته وایي چې دوی دې تر ۸۰۰ ډیر هغه جهادیان بیرته واخلي او په خپلو خپلو هیوادونو کې دې محاکمه کړي، کوم چې په سوریي کې نیول شوي دي.» دغه جهادیان اوسمهال د امریکا له ملاتړ څخه د برخمنو سوریایي یاغيانو(د سوریي آزاد دیمکراتیک ځواکونو) سره دي.

د امریکا ولسمشر د تیر کال په دسمبر میاشت کې په ناببره توګه له سوریي څخه د خپلو ځواکونو د ایستلو اعلان کړی وو. له دې اعلان سره نه یوازې په سیمه، بلکې د سوریي په شخړه کې د امریکا د ښکیلو متحدینو ترمنځ هم یو ډول نا آرامې رامنځته شوی ده.

«اسلامي دولت» ډله اوس په سوریي کې ډیره محدوده ساحه په خپل کنترول کې لري او داسې ویل کیږي چې په راتلونکو څو ورځو کې کیدای شي دغه سیمه په بشپړ ډول د جهادیانو له شتون څخه پاکه کړای شي.

د امریکا ولسمشر په خپل تویتري پيغام کې لیکلي دي چې په سوریي کې د «اسلامي دولت» ډلې له خوا په خپل سر جوړ شوی خلافت نسکوریدونکی دی او که اروپایي هیوادونو خپل اتباع بیرته وا نه خیستل، نو د داعش غړیتوب لرونکي دغه جهادیان به آزاد کړای شي، چې یقیقناً دا به یو مثبت پرمختګ نه وي.

ترمپ لیکلي دي چې امریکا متحده ایالات نه غواړي چې دغه جهادیان دې پخپله ځانونه اروپا ته ورسوي او هلته دې خپل فعالیتونه جاري وساتي.

د امریکا متحده ایالاتو ولسمشر دغه تویتري پيغام په داسې یو وخت کې کوي چې د سپينې ماڼۍ سربیره د ترمپ مرستیال ولسمشر مایک پنس هم ویلي دي په سوریي کې د داعش تر بشپړې خاتمې وروسته به امریکایي ځواکونه له دغه هیواد څخه ووځي.