1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

ترمپ آلمان ته د روسیي د ګازو پایپ لاین تحریم کړی

۱۳۹۸ آذر ۳۰, شنبه

روسیه غواړي چې د نورد سټریم ۲ پایپ لاین له طریقه آلمان ته ګاز صادر کړي، هغه کار چې امریکا يي مخالفت کوي. د دونالد ترمپ بندیزونه کیدای شي اوس د دغه پايپ لاین د بشپړولو د چارو مخه ونیسي.

https://p.dw.com/p/3VBrW
Ostseepipeline Nord Stream 2
انځور: picture-alliance/dpa/B. Wüstneck

د امریکا متحده ایالاتو ولسمشر دونالد ترمپ په واشنګټن کې د هوایي ځواکونو په قرارګاه (اندیوز) کې د جوړو شویو مراسمو په ترڅ کې د نوي کال دفاعي بودیجه لاسلیک کړه، چې په هغې کې د «نورد سټریم ۲» په نوم د ګازو پایپ لاین پر ضد جزایي اقدامات هم شامل دي.

مخکې تر دې د امریکا د سنا او استازو مجلسونو د بندیزونو دغه قانوني بسته تصویب کړې وه. په دې بندیزونو کې په ځانګړي توګه هغه شرکتونه او د هغو مالکان شامل دي چې د بالتیک سمندر له لارې د دغه پایپ لاین د غځولو په برخه کې ونډه لري. سفري بندیز او په متحده ایالاتو کې د دغو شرکتونو او د هغو د مالکانو د شتمنیو کنګل کیدل په دغو جزایي اقداماتو کې شامل دي.
ترمپ پر آلمان تور لګولی دی چې د نورد سټریم ۲ پایپ لاین په غځولو سره ځان په پراخه پيمانه د روسیي پر ګازو پورې وابسته کوي. همدارنګه د متحده ایالاتو له طرفه د اروپا په ځینو برخو کې د روسي شرکت «ګاز پروم» له خوا د دې پروژې پر عملي کیدو هم انتقاد شوی دی.

تر ټولو په لومړي قدم کې اصلي ویره پر ترانزیتي هیوادونو د یوه متبادل کمزورې پایپ لاین د تیرولو په اړه ده. بل لور ته د دغه پایپ لاین پلویان استدلال کوي چې د امریکا د قیمته مایع ګازو په پرتله، له دې کار سره به په اروپا کې د انرژۍ امنیت تامين او په ټيټه بیه د انرژۍ ترلاسه کول تضمين شي.

Infografik Nord Stream 2 Pipeline Europa DE
د «نورد سټریم ۲ پایپ لاین» د غځولو چارې پای ته نږدې شوي دي.

پایپ لاین کار پای ته نږدې شوی
د نورد سټریم ۲ ګازو پایپ لاین د غځولو کار په وروستیو پړاونو کې دی. دغه پایپ لاین د «نورد سټریم پایپ لاین» سره چې لا د پخوا نه موجود دی موازي د پولنډ او اوکراین هیوادونو له مسیر څخه تیریږي. د پایپ لاین د پیلیدو ټکې د روسیي لویدیځ ټاپو «سنت پيترس بورګ» او د پای ټکې یي د آلمان په شمال ختیځ کې د لوبمن سیمه ده.

د دغه پايپ لاین تر ۲۰۰۰ کیلومترو ډیره برخه یي غځول شوې او د پای نقطې ته د رسیدو له پاره یي یوازې شاوخوا ۳۰۰ کیلومتره ساحه پاتې ده.
د نورد سټریم ۲ پایپ لاین د څه مودې راهیسې د واشنګټن او برلين ترمنځ د مخالفت د رامنځته کیدو سبب شوی دی.

د آلمان صدراعظمې انګلا میرکل په روانه اونۍ کې بونډسټاګ یا د دغه هیواد پارلمان ته په وینا کې وویل چې هغه بل هیڅ امکان نه وي «بی له دې چې خبرې اترې وکړي او داسې خبرې اترې چې هغه پریکړنده وي، چې دا بندیزونه مونږ ته د منلو وړ نه دي.»

بندیزونه خپلې اغیزې ښکاره کوي
په همدې منځ کې د "Pioneering Spirit" په نوم ۳۸۲ متره اوږدې  کیشتۍ چې Allseas په نوم  هالنډي او سویسي شرکت له خوا د نورد سټریم ۲ پاین لاین د غځولو په برخه کې خدمات وړاندې کوي، خپل کار درولی دی. خو سره له دې کرملین تمه نه لري چې اوس به هم د پايپ لاین د بشړولو د کار مخه ونیول شي.
aa/sn/wa/se (afp), dpa