1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
شخړي

تخار: د طالبانو برید لږ تر لږه نهه پولیس وژلي دي

۱۳۹۸ آبان ۱۰, جمعه

چارواکو د جمعې په ورځ وویل چې د افغانستان په شمالي ولایت تخار کې د طالبانو په یوه برید کې لږ تر لږه نهه پولیس وژل شوي دي.

https://p.dw.com/p/3SLoO
Karte Afghanistan Provinz Takhar Deutsch
انځور: DW

د تخار د ولایتي شورا غړي محمد اعظم افضلي، ویلي دي چې طالبانو د شپې له خوا په خواجه بهاالدین ولسوالۍ کې د پولیسو پر یوې پوستې باندې برید کړی دی چې په کې نهه تنه وژل شوي او یو بل کس ټپي دی.

د ولایتي شورا یوه بل غړي سید صلاح الدین برهاني، بیا ویلي دي چې په پیښه کې لس پولیس وژل شوي دي. د ولایتي شورا دغو غړو ویلي دي چې طالبانو په وروستیو وختونو کې په تخار ولایت کې خپل حضور پیاوړی کړی دی.

د رسنیو د رپوټونو په حواله طالبان په روان کال کې د تخار ولایت د درو ولسوالیو په نیولو توانیدلي دي. د امریکا متحده ایالاتو او طالبانو تر منځ د سولې خبرو اترو په جریان او د دې بهیر تر ړنګیدو وروسته، طالبانو او افغان ځواکونو یو پر بل بریدونو ته زور ورکړی دی چې د جګړې په ډګر کې خپله برلاسي وښيي.

(ms/sr (dpa