1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

تبصره: ولس چمتو خو دولت کمزور دی

۱۳۹۷ مهر ۳۰, دوشنبه

افغان رای ورکوونکو په ټاکنو کي و ديموکراسۍ ته خپله ژمنتيا څرګنده کړه. خو د مبصر فلوريان وايګاند په آند د ديموکراسۍ په لار کي خند ترور نه، بلکي د افغان چارواکو بې کفايتي دي.

https://p.dw.com/p/36vXS
Afghanistan Wahl 2018 in Herat
انځور: DW/S. Tanha

ايا په افغانستان کي ديموکراسي ممکنه ده؟ که څوک و رای ورکوونکو ته وګوري نو د دې سوال جواب «هو» دی. له افغانستان څخه زموږ د خبريالانو رالېږل سوي انځورونه د رای ورکوونکو د مراکزو مخي ته اوږده قطارونه ښيي. د رسمي اعداد او شمېرو له مخي له ثبت سوو ۸،۸ ميليونو رای ورکوونکو څخه تر درو ميليونو زياتو يې د شنبې په ورځ (۲۰۱۸ کال د اکتوبر ۲۰مه نېټه) خپله رای وکاروله. که څوک د طالبانو ګواښونه او انتظامي بې نظمي په پام کي ونيسي نو پا ټاکنو کي د رای ورکوونکو دغه شمېر ډېر زيات دی.
 

په زياته بيا د ښارونو ځوانانو د رای ورکولو پر مراکزو ازدهام جوړ کړی ؤ او د کېمرې مخي ته د خپل دريځ ويلو ته هم چمتو ول. هغه څوک چي اوس ۱۸ کلن دی د طالبانو د رژيم د ړنګېدو پر وخت يو کلن او نن د رای ورکولو مستحق دی او نژدې خپل ټول ژوند يې په مذبذبه خو شته ديموکراسۍ کي تېر کړی دی. خو حتی په سياسي تصميم نېونه کي د مشارکت دغه مذبذبه ليد لوری ښايي خپل اغېز ښيي او و آينده ته هيلي رامنځ ته کوي.

په زياتو سيمو کي د چارواکو ناکامي

ايا په افغانستان کي ديموکراسي ممکنه ده؟ که د رسمي مقاماتو او امنيتي قوتونو کار او ژمنتيا ته وکتل سي نو د ديموکراسۍ امکان تر پوښتنې لاندي دی. ښايي د هغو افغانانو شمېر به هيڅکله معلوم نه سي چا چي د رای ورکولو هيله درلوده خو د چارواکو د بې نظمۍ او بې کفايتۍ له کبله بېله دې چي رای وکاروي په خپلو کورونو کي و پاته کېدو ته مجبوره سول. د شنبې په ورځ د رای ورکولو له مراکزو څخه نژدې دريمه برخه يې تړلي پاته سول. د دې يو مهم لامل د بيومېترکي آلو کار نه کول ؤ. له همدې کبله د رای ورکولو په ۴۰۰ مراکزو کي رای ورکول يکشنبې ورځي ته وغځول سوه. د دې تر څنګ په ټول غزني ولايت کي ټاکني و نه سوې. دا د طالبانو د ګواښ له کبله نه، بلکي د ټاکنو د  ورکولو پر مراکزو د ادارو تر منځ د جنجالونو له کبله.په همدې توګه به د هغو کسانو شمېر هم هيڅکله معلوم نه سي چي د طالبانو له بيري په کور کي پاته سول او خپله رای يې و نه کاروله. اسلامستانو د رای ورکولو پر مرکزونو په نژدې ۲۰۰ بمي، راکټي او د دستي بمونو په بريدونو کي تر۳۰ زيات انسانان ووژل او شاوخوا ۱۳۰ نور يې ژوبل کړل. دا په داسي حال کي چي تر ټاکنو دمخه او د ټاکنو په جريان کي نژدې ۷۰ زره عسکر او پوليس د امنيت ټينگښت ته مؤظف ول. خو هغوی حتی د کابل په هغو سيمو کي لا چي ټينگ امنيت يې نيول سوی ؤ، د بريدونو په مخنيوي کي پاته راغلل. په همدې راز هغوی د ټاکنو څخه دوې ورځي تر مخه د کندهار د امنيه قومندان د قتل په مخنيوي کي هم پاته راغلل. له همدې کبله په کندهار کي ټاکنې د يوې اونۍ له پاره وځنډېدلې او په دې هيله چي ښايي يوه اونۍ وروسته به امنيتي وضعه بهتره سوې وي. دغه حالت د امنيتي قوتونو له پاره د بې کفايتۍ يو داسي سند دی چي د راتلونکي له پاره زياتي هيلي نه لري.

امریکا پرېږدي چي طالبان قوي سي

ايا په افغانستان کي ديموکراسي ممکنه ده؟ که د افغان حکومت اتحاديانو ته وکتل سي نو موضوع ورانه معلوميږي. و افغانستان ته د امریکا د متحده ايالاتو ځانګړي استازي زلمي خليلزاد د اکتوبر پر ۱۲مه نېټه د طالبانو له استازو سره په داسي خبرو کي ګډون وکړ چي د افغان حکومت استازي پکښي نه ول شامل. طبعاً د امریکا متحده ايالاتو ته دا خبره روښانه ده چي طالبان په هيواد کي د ديموکراتيک پرمختګ د له منځه وړلو هڅه کوي. خو امریکا ژر و سولي ته د رسېدو او ژر له افغانستان څخه د خپلو عسکرو د ايستلو د هيلي لرلو له کبله دا امکان مني. په دې توګه نو د امريکا متحده ايالات په افغانستان کي د ديموکراسۍ په مخ کي خنډونه جوړوي.

افغانانو په رای ورکولو سره دا ثابته کړه چي هغوی له ټولو خنډونو سره سره د خپلې رای له لاري د ديموکراسۍ په څرنګوالي کي و برخه اخيستلو ته ژمن دي. د ۲۰۱۹م کال تر لومړۍ ربع پوري بايد دولت او د هغه اتحاديان ډېر څه بهتره کړي، ځکه د هغه وخت له پاره د ولسمشرۍ ټاکنې پلان سوي دي.

Weigand Florian Kommentarbild App
فلوريان وايګاند د دويچه وېله د پښتو او دري څانګو رئيس دی