1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

تبصره: د هندوکش حيرانونکي انتخابات

۱۳۹۸ مهر ۷, یکشنبه

طالبان په دې ناکامه شوي دي چې افغانان په ولسمشريزو ټاکنو کې د رايو له صندوقه را وګرځوي. د رای ورکوونکو مدني جرئت بايد د فلوريان وايګند په اند وستايل او په مايوسۍ بدل نه شي.

https://p.dw.com/p/3QRKr
Präsidentschafts-Wahlen in Afghanistan
انځور: picture-alliance/AP Photo/R. Gul

څوک چې يو ماښام تر مخه په اندېښنې سره ويده شوی وو، ښايي د انتخاباتو په ورځ یي خپلې سترګې په حيرانتيا سره مښلې وي. د تېرو ورځو د ټولو ګواښونو سربېره چې د انتخاباتو مخه به د بمونو او بريدونو د لارې ونيول شي: د طالبانو له خوا په تاوتريخجن ډول اعلان شوي يرغل په تعجب سره صورت ونه نيوه.

يو شمېر بريدونه، آن په لويو ښارونو کې هم، شوي دي. خو ډېری بريدونه ناکام شول او ټول ټال – د اوسنيو معلوماتو پر اساس – د پنځو مړو او په لسګونو ټپيانو سره د نورو ډېرو عادي ورځو په پرتله چې داسې لويه پېښه پکې نه تر سره کيږي، دغه ورځ ډېره آرامه وه. په نورو ورځو کې لا زيات قربانيان موجود وي، سره له دې چې دغه ډول مقايسې ښايي بې حيا او بدې هم ښکاره شي. 

اوس لا دوه ګټونکي شته

په دې سره اوس لا، د رايو تر شمېرنې ډېر مخکې چې د تجربو له مخې يو څو اوونۍ وخت لا نيسي، دوه ګټونکي معلوم دي: افغان رايه ورکوونکي چې له مرګ څخه په رښتينې کرکې سره د رايو صندوق ته ولاړل او افغان امنيتي ځواکونه چې دغه انتخابات يې ممکن کړي ول. سره له دې چې د ناکافي رزونې، ټيټې روحيې يا خراب تهجيز له کبله ورباندې ډېری وخت نيوکې کيږي، خو داسې ښايي چې اوس په دې بريالي شوي دي چې په تېره په لويو ښارونو لکه کابل او مزار شريف کې تر ډېره امنيت تضمين کړي.
آيا د طالبانو په جنګي ځواک کې تل مبالغه شوې ده؟ آيا پوځ او پوليس له هغوی سره مقابله کولی شي کله چې همغږي او په کافي ډول سره متحد صحنې ته ورشي؟ دا به د سولې په خبرو اترو کې هم «د لوبې تغيير» وي، چې دغسې خبرې بايد اوس يا لږ وروسته بېرته پيل شي. تر اوسه پورې طالبان د امريکا له متحده آيالاتو سره په خبرو کې تل داسې راڅرګندېدل چې پر ټول افغانستان باندې ولکه يوازې يو څه وخت غواړي. 

Weigand Florian Kommentarbild App
د دويچه ويله د افغانستان د څانګې رئيس او د تبصرې ليکونکی، فلوريان وايګند

د مدني زړورتيا بريا

دا د امنيتي ځواکونو له پاره بريا ده، خو په لږ محدوديت سره. د طالبانو په سيمو کې هيڅ انتخاباتي مرکزونه موجود نه ول. خو په هغو ځايونو کې چې د رايو ورکول ممکن ول، افغانان په رښتيا سره صندقونو ته ولاړل – د ټولو ګواښونو او د تېرو انتخاباتو د درغليو سربېره هم.
د ډېری وخت ځوانو خلکو انځورونه په رسنيو او ټولنيزو رسنيو کې وليدل شول او داسې ويډيوګانې هم خپرې شوې چې ښيي هغوی څنګه د انتخاباتي مرکزونو څخه مخکې په اوږدو کتارونو کې ولاړ ول. شکايت يې هم اکثرا يوازې د مديريتي نيمګړتياوو څخه وو. طالبان د هغوی له پاره کومه موضوع نه وه. چا چې وېره درلوده، هسې هم په خپلو کورونو کې پاته شوي دي –  چې دا به هرومرو د پخوانيو انتخاباتو په پرتله زيات خلک ول. خو که رښتيا سره ووايو: څومره لوړه به د اروپا په بنسټيزو شوو ولسواکيو کې په انتخاباتو کې د خلکو ونډه وای، که دغه شان د بريدونو ګواښونه پکې موجود وای؟

د رای ورکوونکو اراده دې جدي ونيول شي

خير، که د خلکو ونډه هر څومره وي، خو سياستوال بايد د خپلو رای ورکوونکو د دغې مدني زړورتيا له کبله د دوی پرېکړه هم جدي ونيسي. څومره د حجالت خبره به وای، که په راتلونکو اوونيو کې بيا – د تېرو ټاکنو په څېر – د ولسمشرۍ د نوماندانو تر منځ د اصلي يا ادعا شويو درغلیو په سر شخړې راپورته شي؟ او د هېواد د راتلونکي په اړه څومره سپکونکې لوبه به وي، که د حکومت جوړول بيا څو مياشتې وخت وغواړي او طالبان په دې موده کې بې له کومو ستونزو خپل د قدرت بنسټ پراخ کړي؟ له بده مرغه تېرو ټاکنو ته کتنه دا ښيي چې ښکېل سيالان تر دې دمه دغو خبرو ته هيڅ توجه نه کوي. 
دا حالت بايد بدل شي. ځکه چې دغو انتخاباتو بايد په افغانستان او نړۍ کې سياستوالو ته دغه يو حقيقت څرګند کړی وي: په افغانستان کې په دموکرات ډول د رای د حق څخه د استفادې اراده موجوده ده، آن که طالبان هم د دروازې مخکې ولاړ وي.    

فلوريان وايګند/ن ص/ش ن