1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

تايوان څنګه وتوانېد د کرونا د پراخې خپرېدنې مخه ونيسي؟

۱۳۹۸ اسفند ۲۳, جمعه

سره له دې چې د تايوان ټاپو له چين سره نزدې پروت دی، خو يوازې ۵۰ کسان پکې په کرونا اخته شوي دي. کارپوهان انګېري چې پر وخت اقدام په دې هېواد کې د ويروس د خپرېدو او په روغتيايي سيستم کې د کړکېچ مخه نيولې ده.

https://p.dw.com/p/3ZLQy
China Shanghai | Menschen mit Gesichtsmasken überqueren Straße
انځور: Reuters/A. Song

دوې مياشتې کيږي چې د چين په وهان ښار کې د کوويد ۱۹ ناروغي د کرونا د نوي ډول ويروس په خپرېدو سره رامنځ ته شوې ده. دغه ويروس اوس څه باندې سلو هېوادونو ته رسېدلی دی چې تر سلو زرو زيات کسان پرې مبتلا شوي دي.
سره له دې چې تايوان چين ته نزدې پروت دی، خو تر اوسه پورې په دغه هېواد کې د ويروس يوازې ۵۰  مثبت موارد ثبت شوي دي. تر مخه دغه وېره موجوده وه چې تر چين وروسته به دغه ويروس په تايوان کې تر ټولو زيات خپور شي.
د تازه ارقامو پر اساس، په چين کې د کرونا په ويروس د ابتلا ۸۰ زره پېښې تثبيتې شوې دي. ځينې روغاتيايي کارپوهان انګېري چې د تايوان فوري اقدام او دغسې پېښو ته چمتوالی د دې باعث وګرځېد چې د کرونا ويروس په دغه هېواد کې يوازې لږ خپور شي.
ډاکتر جاسون وانګ چې د متحده آيالاتو د ستنفورد په پوهنتون کې د عامې روغتيا د پاليسۍ متخصص دی، وايي چې تايوان دغه بحران تر مخه لا تشخيص کړی او په دې بريالی شوی دی چې د هغه د پراخې خپرېدنې مخه ونيسي.
نوموړی وايي: «تايوان په ۲۰۰۲ او ۲۰۰۳ کلونو کې د سارس د ناروغۍ تر ټول نيونې وروسته د روغتيايي اوامرو يو مرکز (NHCC) تاسيس کړی دی. دا دغه وروستي بحران ته ښه آمادګي وه.»
دغه متخصص دا هم ويلي دي چې ياد مرکز ارقام راټولوي او نورو متخصصينو ته ورسره د همکارۍ امکان برابروي.

تايوان پر وخت اقدامات کړي

د تايوان حکومت په چين کې د کرونا د مواردو تر ډېرېدلو سمدلاسه وروسته، له چين، هانګ کانګ او ماکاو څخه د ورتلونکو کسانو له پاره د سفر ممنوعيت عملي کړی دی. سربېره پر دې دغه هېواد پر جراحي ماسکونو هم ممنوعيت وضع کړی او په تايوان کې يې د موجوده ذخايرو د ساتلو اطمينان ورکړی دی.
وانګ وايي چې د عامې روغتيا د قوانينو په وضع کولو سره، د تايوان دولت د منابعو د تخصيص لا زيات قدرت موندلی دی. د عامې روغتيا نوموړی متخصص وايي: «د تايوان حکومت د روغتيايي بيمې ارقام د مهاجرت او ګمرک له ارقامو سره يوځای کړي دي. دغه کار طبي کارکوونکو ته اجازه ورکړې څو شکمن ناروغان د سفر د تاريخچې تر څېړنې وروسته، وپېژني او مشخص کړي.»
تايوان همداراز داسې يو پروګرام هم رامنځ ته کړی چې د يو بارکُد (QR) په سکېن کولو سره دغه هېواد ته د داخلېدو پر وخت، د سفر د تاريخچې او د ناروغۍ د علايمو په هکله رپوټ ورکړي.
ورپسې سفرکوونکي د يو ليکلي پيغام په لېږلو سره چې روغتيايي وضعيت يې پکې درج شوی وي، ګمرکي مامورينو ته د دې فرصت ورکوي چې د کم خطرو مسافرينو پر ځای هغو کسانو ته زياته توجه وکړي چې پر ويروس د ککړتيا امکان يې ډېر وي.
وانګ په دې هکله ويلي دي: «ډېر داسې څه شته چې د تايوان دولت يې د نوې تکنالوژۍ په کارولو سره تر سره کړای شول، چې دغو لارو چارو ورته امکان هم ورکړ چې ټول کسان صحيح درجه بندي او په مناسبو مراقبتونو سره تعقيب کړي.»
د عامو وګړو له خوا د دغو مقرراتو پيروي او ورسره لېوالتيا هم له مقاماتو سره مرسته کړې چې د کرونا د نوي ډول ويروس د خپرېدنې مخه په بريالۍ توګه ونيسي.
ډاکتر چون هوايي چې د متحده ايالاتو په اورېګان پوهنتون کې د عامې روغتيا استاد دی، وايي: «ډېر تايوانيان د سارس اپيديمي پر مهال له ستونزو او اختلال سره مخامخ شول، چې له کبله يې د هغې دورې خاطرات لا تازه دي. دغه کار د ټولنې د روحيې له پياوړتيا سره مرسته کړې.»
د تايوان طبي څېړنې
ښاغلی چي دا هم وايي چې تايوان په تېرو څو لسيزو کې د طبي تحقيقاتو او بيولوژۍ په برخه کې پانګونه کړې او تحقيقاتي ډلو هڅه کړې چې د کوويد ۱۹ ناروغۍ د چټک ازمايښت او تشخيص په برخه کې هم کار وکړي. 
تېره يکشنبه يوې تحقيقاتي ډلې د تايوان په «سينايای اکاډمۍ» کې داسې انتي باډۍ توليد کړې دي چې کولی شي هغه پروتين وپېژني چې د کرونا د ويروس سبب ګرځي. هغوی هڅه کوي چې يو نوی ازمايښت رامنځ ته کړي چې د کرونا ويروس د تشخيص وخت شلو دقيقو ته راټيټوي.

ويليام يانګ/ن ص/ ن ز
 

China Coronavirus
دغه ناروغي لومړی په چين کې راټوکېدلې وه.انځور: Getty Images/AFP