تام کونيگس غواړي چې له خپلې دندې گوښه شي
۱۳۸۶ مهر ۱۷, سهشنبهاعلان
دغه خبره ښاغلي کونيگس په کابل کې د آلمان يوې معتبرې ورځپاڼې ته کړې ده. د ملگرو ملتونو نوموړي ځانگړي استازي له طالبانو سره د خبرو اترو ملاتړ کړی دی. تام کونيگس له 2006 م کال راهيسې د UNAMA استازی دی چې غواړي په هېواد کې دموکراسي او يوه کاري اداره او نظام رامنځته کړي. دا چې له خپلې دندې څخه تر استعفا وروسته به دی څه کوي په دې اړه يې څه نه دي ويلې. مخکې له دې چې ښاغلی کونيگس افغانستان ته راشي نوموړی د آلمان د بهرنيو چارو د پخواني وزير يوشکه فيشر نژدې ملگری او يو کال د آلمان د حکومت د بشري حقوقو د چارو استازی پاته شوی دی.