1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

«په نړیواله سطحه د رسنیو آزادي تر فشار لاندي ده»

۱۳۹۹ اردیبهشت ۲, سه‌شنبه

په ټوله نړۍ کي مخ په زیاتیدونکي ډول حکومتونه هڅه کوي چي د رسنیو آزادي رامحدوده کړي. دا خبره د بې سرحده خبریالانو په نامه د ژورنالیستانو سازمان کړې ده. د رسنیو د آزادۍ د فهرست په پای کي بیا هم هغه پخواني هیوادونه ځای لري.

https://p.dw.com/p/3bCeQ
China | Pressefreiheit |  Journalisten auf der Frontline im coronavirus
انځور: picture-alliance/Photoshot

په ټوله نړۍ کي مخ په زیاتیدونکي ډول حکومتونه هڅه کوي چي د رسنیو آزادي رامحدوده کړي. دا خبره د بې سرحده خبریالانو په نامه د ژورنالیستانو سازمان کړې ده. د رسنیو د آزادۍ د فهرست په پای کي بیا هم هغه پخواني هیوادونه ځای لري.

د رسنیو د آزادۍ په اړه د نوي فهرست جوړولو له پاره د بې سرحده خبریالانو سازمان، د نړۍ په ۱۸۰ هیوادونو کي خپلي پلټني کړي او د نورو تر څنګ یې د ژورنالیستانو په وړاندي د بریدونو د شمیرو په هکله هم پوښتني ګرویږني ترسره کړي.

د رسنیو د آزادۍ په برخه کي بیا هم د څلورم وار له پاره یو په بل پسې ناروې ، فنلنډ او ډنمارک د فهرست په سر کي قرار لري. د ۱۸۰ هیوادونو د فهرست په پای کي بیا شمالي کوریا ځای لري چی د تیرکال تر ټولو خراب هیواد ترکمنستان سره یې ځای بدل کړی. اریتریا ۱۷۸ م او چین ۱۷۷ م ځای خپل کړی.

د کرونا پاندیمي د تاوده بحث په توګه

د ژورنالیستانو دغه سازمان انتقاد کوي او په دې برخه کي د چین ، سعودي عربستان، او مصر مثالونه راوړي چي «ددغو هیوادونو دیکتاتوري، ځواکمن او پوپولیستي حکومتونه هڅه کوي تر څو خپلواک خبرونه په هر قیمت چي وي تر فشار لاندي راولي. د نړۍ په سطحه، دا هغه هیوادونه دي چي زیاتره خبریالان یې د خپلو فعالیتونو له امله زندانونو ته اچول سوي دي.»

د بې سرحده خبریالانو په نوي رپوټ کي راغلي چي په تیره بیا چین په سخت زیار سره هڅه کوي د رسنیو نوي مقررات په نړیوال نظم کي وردننه کړي. د کرونا د بحران پر وخت د چین له خوا د خبرونو کنترول ټولي نړۍ احساس کړل.

آلمان دوې درجې رامخته سوی

په نوي فهرست کي آلمان له ۱۳ م ځای څخه ۱۱م ته رامخته سوی. د بې سرحده خبریالانو په رپوټ کي چی له ۲۰۱۳ کال راهیسي هرکال خپریږي، راغلي چي په دغه هیواد کي د ژورنالیستانو په وړاندي بریدونه په ښکاره ډول راکم سوي او دلیل یې تر ټولو دمخه دا راوړي چي د ۲۰۱۸ کال په پرتله د کیمنیڅ او کیوتین په شان مظاهرې ، په ۲۰۱۹ کال کي د ښي اړخو له خوا نه دي ترسره سوي.

نوموړی سازمان په ۲۰۱۹ کال کي هره ورځ د خبریالانو په وړاندي لږ تر لږه درې بریدونه شمیرلي چی په ۲۰۱۸ کال کي بیا د هغو شمیر ۲۲ بریدونو ته رسیدلی وو.

د مبارزې په پلمه د غلطو خبرونو خپرول

په خپل نوي فهرست کي د بې سرحده خبریالانو سازمان دې ته هم اشاره کوي چي زیاترو هیوادونو د رسنیو آزادي په دې بهانه هم محدوده کړې چې ګواکي په دې ډول هغوی غواړي د غلطو خبرونو د خپرولو په وړاندي مبارزه وکړي. نوموړی سازمان د مثال په ډول له سینګاپور او بینین هیوادونو څخه یادونه کوي.

په نورو هیوادونو لکه روسیې، هند، فیلیپن او ویتنام کي بیا د حکومت په دننه کي په خپله پوځ هڅه کوي چي د ناسمو خبرونو له لاري عامه افکار بلي خواته واړوي تر څو منتقد ژورنالیستان بې اعتباره کړي