بېک: مسلمانانو ته دې په درنه سترگه وکتل شي
۱۳۸۶ خرداد ۲۵, جمعهاعلان
«د دين د آزادۍ يوه برخه د کليساگانو او جوماتونو جوړول هم دي« بېک له EPD سازمان سره په مرکه کې وويل. د پلوراليزم يا بېلابېلوالي په يوه ټولنه کې بايد مسلمانان هم حق ولري چې خپل ديني مراسم ادا کړي. خو ښاغلي بېک زياته کړه چې دی همداراز له ترکيې او نورو اسلامي هېوداونو څخه تمه لري چې د مسيحيانو کليساگانې دې هلته ومنل او په درنه سترگه دې ورته وکتل شي.