«بی له امریکا به د سعودي پادشاه پر قدرت نه وای پاته»
۱۳۹۷ مهر ۱۱, چهارشنبهد امریکا متحده ایالاتو ولسمشر دونالد ترمپ ویلي دي چې هغه د سعوي واکمن شاه سلمان ته څرګنده کړې ده چې د دوی پادشاهي د امریکا د پوځ له وجې ټينگه پاته ده او که د امريکایې پوځ مرسته نه وي دوی دوې اونۍ هم نه شي پاتېدای.
ترمپ دغه څرګندونې د مسیسيپي ایالت په «ساوتهه هیون» ښار کې کړي دي. هغه دا هم وویل چې امریکا سعودي عربستان ساتي: «موږ سعودي عربستان ساتو. تاسې به ووایاست چې هغوی شتمن دي او زه د پاچا شاه سلمان سره مينه کوم. خو ما وویل چې شاه سلمانه موږ تا ساتو. تاسې به بې له موږ شاید دوې اونۍ هم پاتې نه شئ. که نه نو تاسې باید د خپل پوځ له پاره پيسې ورکړئ».
ترمپ په خپله وینا کې د سعودي عربستان له پادشاه سلمان بن عبدالعزيز سره خپله ځانګړې مينه څرګنده کړه. د امریکا ولسمشر د سعودي د حکومت په اړه وویل چې د امریکایې پوځ له ملاتړ پرته سعودي نشي کولی خپل د حکومتي اقداماتو لړۍ جاري وساتي. ترمپ ونه ویل چې دغه خبرې یې شاه سلمان ته کله او چیرته کړې دي.
ترمپ د سپټمبر میاشتې پر ۲۹ نېټه د سعودي له پادشاه سره په تلیفوني خبرو کې پر سیمه ایز وضعیت غږیدلی وو. دواړو مشرانو نړیوالو بازارونو ته د اومو تیلو د صادراتو او نړیوال اقتصادي ثبات په هکله هم خبرې کړې وې.
کارپوهانو د امریکا د ولسمشر له خوا د خپل تر ټولو نږدې متحد هیواد د پادشاه او حکومت په اړه د سختو الفاظو کارونه له ديپلوماتیکو آدابو سره په ټکر کې بللي دي. دا خبره مهمه ده چې په سیمه کې د ایران د توسعه طلبۍ ارادې په غبرګون کې واشنګټن له ریاض سره خپلې اړیکې ډيرې نږدې کړي دي.
دونالد ترمپ د امریکا د ولسمشر په توګه تر ټاکل کیدو وروسته خپل لومړنی بهرنی سفر له سعودي عربستان څخه پیل کړی وو.