بیلابیلو چاودنو له سلو زیات کسان ووژل
۱۳۹۱ دی ۲۲, جمعهاعلان
د نوو رپوټونو پر اساس په پاکستان کې د یو لړ بمي چاودنو په پایله کې تر ۱۱۳ تنو ډیر انسانان وژل سوي دي او تر ۲۳۰ تنو اضافه نور کسان ټپیان دي.
د پاکستان د جنوب لویدیز ایالت مرکز کویټه، د نورو برخو په پرتله د ډیرو بمي چاودنو قرباني شوې ده.
د چارواکو په خبره د کویټې د چاودنو په قربانیانو کې پوليس، خبریالان او ژغورونکي کسان هم شامل دي.