په درو بیلابیلو پېښو کي ۱۸ تنه ووژل شول
۱۳۹۱ آبان ۱۸, پنجشنبه
د کندهار د والي ویاند احمد جاوید فیصل، رسنیو ته ویلي دي چې د دغه ولایت په جنوب کې د پنجشنبې په ورځ (د نومبر د میاشتې ۸مه نیټه) د یوه ځانمرګي برید په پایله کې درې تنه پولیس ووژل شول او دوه تنه نور ټپیان دي.
فیصل وویل: «د سهار شاوخوا پنځه بجې وې چې پر موټر سایکل باندې سپور یوه ځانمرګي برید کوونکي، خپل چاودیدونکي مواد د پولیسو په یوه پوسته کې وچول. د دې پېښې په پایله کې درې تنه پولیس ووژل شول او دوه تنه نور ټپیان شول.»
د لغمان په مرکز مهترلام کې هم د افغان امنیتي ځواکونو یو موټر د سړک د غاړې پر یوه ماین باندې برابر شوی دی چې په پایله کې یې پنځه تنه افغان سرتیري وژل شوي دي.
په یوه بله پېښه کې په هلمند ولایت کې لس تنه ملکیان هغه وخت ووژل شول چې موټر یې د سړک د غاړې پر یوه ماین باندې برابر شو. د هلمند ولایت ویاند احمد فرید فرهنګ، وویل: «په موسی کلا ولسوالۍ کې لس تنه ملکي وګړي چې څلور تنې ښځې او یو ماشوم په کې شامل دی هغه وخت ووژل شول چې موټر یې د سړک د غاړې پر یوه ماین باندې وخوت.»
تر اوسه هیڅ کومې ډلې د دغو بریدونو پړه پر غاړه نه ده اخیستې. خو ځانمرګي بریدونه او د سړک غاړې ماینونه د طالبانو د جنګي تکتیکونو په ډله کې دي.
که څه هم په وروستیو میاشتو کې په افغانستان کې د یاغیانو د بریدونو کچه راکښته شوې ده خو بیا هم وخت نا وخت ځانمرګي بریدونه او د سړک د غاړی ماینونه ډیر شمیر افغان وژني.
د هغو شمیرو له مخې چې ناټو تیره میاشت خپرې کړې په روان کال کې هره میاشت په اوسط ډول ۵۳۷ تنو افغان امنیتي ځواکونو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
مسعود جهش (فرانس پرس، اسوشیتد پرس)
کتونکی: عبدالباري حکیم