بوش د افغانستان سره ډيره همکاري غواړي
۱۳۸۷ خرداد ۲۰, دوشنبهاعلان
دافغانستان په ناآرامه ولايت هلمند کی ديوه ځانمرګي ګوزار په اثر درې تنه برطانوی عسکر وژل سوي،او يو تن سخت ټپي سوی دی . دغه خبر دلويی برطانيی ددفاعی چارو دوزارت له خوا خپورسوی دی . په دې ډول په افغانستان کی دهغو برطانوی عسکرو تعداد چی د 2001 میلادی کا ل راهيسی په افغانستان کی وژل سوي دي ،سلو تنو ته رسیږی . په هلمند کی دبی بی سی دراډیو ديوه خبريال مړی هم پیدا سوی دی . دغه خبريال په خټه افغان ؤ، او عبد الصمد روحانی نوميدی . دطالبانو ویاند قاری يوسف ويلي دي ، چه دوی دصمد روحاني په وژلو کی لاس نلری .
د بلي خوا بوش اروپا دته د جمهوري رياست څخه د خدای په امانۍ د سفر پر وخت چي د اروپا پنځو هيوادو او جرمني ته يې کوي ، داروپايی هيوادو څخه د افغانستان سره د ډيري همکارۍ غوښتنه کړې ده .