بوره د انسان پر وجود کومي اغېزې لري؟ ـ انځوريز راپور
بوره خوږه او خوندوره ده. خو ايا د انسانانو پر روغتيا يې اثرات هم خوندور دي که نه؟ دا چي بوره په څه ډول په مستقيمه توګه د انسان پر روغتيا اغېزې شيندي، دلته يې لوستلای سئ:
بوره چاغښت رامنځته کوي
بوره د غلې او غوړو په پرتله پنځه ځله په چټکۍ انسانان چاغوي. په بله اصطلاح که تاسو بوره خورئ نو دا په دې معنی ده چي تاسو خپل د چاغښت حجرو ته خوراک ورکوئ چي وده وکړي.
له خوښۍ تر بيري
کله چي څوک لږ بوره وخوري نو په بدن کي يې د سوروتينين په نوم هورمون توليديږي. له دې کبله انسان ځان خوښ احساسوي. خو که تر اندازې زياته بوره وخوړل سي نو دا په انسانانو کي د وارخطايي احساس، د ژور خفګان او د بيري حالت رامنځته کولای سي.
بوره انسان زړوي
بوره د انسانانو پر جلد يا پوست اثر کوي. بوره د دې لامل کيږي چي د جلد د حجرو ارتجاع ته زيان ورسيږي. له دې کبله د انسان جلد ګونځي پيدا کوي او انسان تر خپل عمر زوړ معلوميږي.
بوره کولمو ته تاواني ده
د کولمو دننه د ګټورو باکتېروياؤ نازکه سطحه يا فلورا موجوده وي چي د هاضمې له باکترياو څخه کولمې ساتي. خو که يو څوک ډېره بوره خوري نو دغه مايکروسکوپي فلورا له منځه ځي. له دې کبله د کولمو بيلي ناروغۍ رامنځته کيدلای سي.
بوره اعتياد ګرځېدلای سي
د چاغو انسانانو په دماغ کي د بورې په خوړلو سره دوپامين توليديږي. دا د خوشالۍ هغه هورمونونه دي چي د نشه يي توکو د استعمال سره توليديږي. په دې توګه نو بوره د مخدره توکو په شان د انسان اعتياد ګرځېدلای سي. د بيلو څېړنو د پايلو له مخي بوره حتی تر مخدره توکو لا هم زيات قوي اعتياد رامنځته کولای سي.
بوره څوک عصباني کوي
هغه څوک چي زياته بوره خوري، هغوی و عصبانيت ته زيات تمايل پیدا کوي. له همدې کبله کارپوهان وايي چي په زیاته د ښوونځي د عمر ماشومانو ته د ښوونځي پر وخت بايد بوره ور نه کړل سي.
بوره د مدافعيت نظام کمزوری کوي
د بوري تر اندازې زیات استعمال له ناروغيو څخه د دفاع له پاره د انسان د بدن د مدافعيت نظام کمزوری کوي. تر بورې خوړلو وروسته د انسان د بدن هغه قوت چي مضر مکروبونه وژني تر ۴۰ سلنې پوري کمزوری کيږي.
بوره د الزايمر ناروغۍ امکانات زياتوي
په ۲۰۱۳م کال کي د تر سره سوي يوې څېړني پايلي ښيي چي د بورې زياتوالی نه يوازي د شکري ناروغۍ د ژر رامنځته کيدو لامل کيږي، بلکي د بورې زيات اسعتمال د فشار او په همدې شان د عصبي ناروغيو لکه الزايم سبب هم ګرځي.
بوره د سرطان ناروغۍ ګواښ ډېروي
بوره د سرطان د حجرو د ودې له پاره کارول کيږي. د هاورډ ميډيکل سکول د کارپوه، ليويس کانتلي په مشرۍ يوې نړيوالي څېړني وښودل چي بوره د خطرناکه سرطان د حجرو په وده کي مرسته کوي.
بوره ځيرکتيا ته زيان رسوي
د بورې تر اندازې زیات استعمال د انسان پر حافظه يا د په ياد ساتلو پر قوې منفي اغيز کوي. د يوې څېړني د پايلو له مخي هغه انسانان چي زیاته بوره استعمالوي د کمه بوره استعمالوونکو په پرتله کمزوره حافظه او کمه ځيرکتيا لري.