بنگله دیش: بارانونو او ځمکې ښویدنې ۵۷ تنه وژلي
د بنگله دیش په درو ولسوالیو کې تر سختو بارانونو وروسته ځمکې ښویدنې لږ تر لږه ۵۷ تنه وژلي دي. په تیرو ۴۸ ساعتونو کې په یوه ولسوالۍ کې د باران د اوبو سطحه نیم متر اندازه شوې ده. دغه ولسوالۍ په تپو کې موقعیت لري.
د بنگله دیش د چارواکو په وینا د سخت ورښت له کبله د ژغورنې چارې گړندۍ پر مخه نه ځي. په بنگله دیش کې سختو ورښتونو او ځمکې ښویدنې په ترڅ کې تر اوسه د ۵۷ کسانو د وژل کیدو رپوټ ورکړل شوی دی.
د طبیعي پيښو پر وړاندې د مبارزې ادارې یوه کارکوونکي ریاض احمد د فرانسې خبري آژانس ته ویلي دي چې دوی لا ډیرو اغیزمنو شوو سیمو ته لاس رسی نه لري. د هغه په خبره کله چې باران ودریږي نو د ټول زیان یو بشپړ انځور به ولري او د ژغورنې چارې به پیل کړي.
تر ټولو زیات د رنگاماتي، چټاگنگ اوبندر بان ولسوالۍ اغیزمني شوي دي. په انځور کې لیدل کیږي چې سړکونه له اوبو ډک دي.
زیانمني شوي درې سره ولسوالۍ د دغه هیواد په سویل ختیځ کې پرتې چې نسبتا په تپو کې موقعیت لري. تیره میاشت هم په بنگله دیش کې سمندري توپان په لسونو کسان وژلي او په زرونو له خپلو کورونو بې ځایه کړي ول.
د بنگله دیش د هوا پيژندنې ادارې په رنگاماتي کې ۵۰۸ ملي متره ورښت ثبت کړی دی. د سختو ورښتونو وروسته د ځمکې ښویدنې پیښې هم رامنځ ته شوي دي.
په رنگاماتي کې څلور عسکر چې په تیرو ورښتونو کې د ځمکې ښویدنې د پاکولو پر چارو بوخت ول د تازه ورښتونو له کبله خپل ژوند له لاسه ورکړی دی. د تلیفون مزي او ترانسپورتي اړیکې هم پرې شوي دي.
دغه هیواد چې ۱۶۰ میلیونه نفوس لري د موسمي بارانونو په موده کې زیاتره مهال د سمندري توپانونو، سیلابونو او ځمکې ښویدنې له کبله له زیان سره مخامخ کيږي.
د ځمکې ښویدنې له کبله ډیری کسانو د کورنۍ غړي او خپلوان له لاسه ورکړي دي. زیاتره کسان د ځمکې ښویدنې له کبله وژل شوي دي.