1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د محدودیتونو سربیره په جنازه کې د لسګونو زرو کسانو ګډون

۱۳۹۹ فروردین ۳۱, یکشنبه

په بنګله دیش کې د یوه روحاني مشر چې د کووید-۱۹ ناروغۍ په نتیجه کې مړ شوی وو، پلویانو یې وضع شوي محدودیتونه مراعات نه کړل. لسګونو زره کسانو د جبیر احمد انصاري د تدفين په مراسمو کې ګډون وکړ.

https://p.dw.com/p/3b8kJ
Bangladesch Corona-Pandemie | Beerdigung Prediger
انځور: AFP/Str

د جنوبي آسیا په دغه هیواد کې پولیسو د دیني عالم جبیر احمد انصاري له کورنۍ سره موافقه کړې وه چې د سرایل په ښار کې، د انصاري خاورو ته سپارلو په مراسمو کې به یوازې ۵۰ تنه ګډون کوي.

خو د سیمه ایزو پولیسو مامور شهادت حسین وویل چې د لسګونو زرو کسانو د راټولیدو له امله پولیسو ونه کولی شول پر وړاندې یې مداخله او اقدام وکړي.

هم د تدفین د مراسمو ترسره کونکو او هم د بنګله دیش د لومړۍ وزیرې شیخ حسینه یو د باوري کسانو په حواله تر ۱۰۰ زرو ډیرو کسانو په دغو مراسمو کې ګډون کړی وو. دغه محبوب دیني واعظ د جمعې په ورځ (د اپریل میاشتې ۱۷ نیټه) له نړۍ سترګې پټې کړې وې.

Bangladesch Dhaka Markt beim Einkaufen wird Abstandsregel missachtet
په ډاکه کې بازارونه خلاص دي او محدوديت نه رعايت کيږيانځور: DW/Harun Ur Rashid Swapan

دغه هیواد له ۱۶۸ میلیونه مسلمان نفوس سره، د کرونا ویروس د وبا له امله د مارچ له ۲۶ نیټې راهیسې شدید محدودیتونه وضع کړي دي. په جوماتونو کې هم تر ۵ کسانو ډیر نه شي کولی د جماعت په لمونځ کې ګډون وکړي.

د رسمي شمیرو له مخې، په بنګله دیش کې شاوخوا ۲۲۰۰ تنه د کرونا پر نوي ویروس اخته شوي دي او لږ تر لږه ۸۴ تنو خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.

خو دا چې په دې هیواد کې د کرونا ویروس د معاینې تقریباً هیڅ امکانات وجود نه لري، نو ممکن پر دې ویروس د اخته کسانو شمیر تر دې ډير لوړ وي چې ښودل کیږي.

آژانسونه: ش.ن/ق.ن

د کرونا پر موضوع يو انځوريز البوم: