1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

بلوچستان کې پرلت؛ د خلکو غوښتنې څه دي؟

۱۴۰۳ خرداد ۲۲, سه‌شنبه

د پاکستان د بلوچستان ایالت زرګونه خلک له تيرو اتو مياشتو راهیسې په پرلت دي او د چمن له لارې افغانستان ته پر پاسپورټ د تګ راتګ حکومتي پريکړې منلو ته تيار نه دي. دوی د احتجاج په توګه د چمن او بولدک تر منځ هر ډول تجارتي لارې هم تړلې دي، چې له کبله يې احتجاج کونکي په خپله او د سيمې خلک زيات اغېزمن شوي دي. احتجاج کونکي وايي تر هغه به احتجاج کوي چې تر څو د پاکستان حکومت د پاسپورټ شرط ختم کړی نه وي.

https://p.dw.com/p/4gugx