1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

بلغاريا: د افغان مهاجرو لېږدونکی بس ټکر کړی

۱۴۰۱ مرداد ۳۱, دوشنبه

په بلغاریا کي په مهاجرو ډک یو بس ټکر کړی چي په نتیجه کي يې چلوونکی وژل سوی او ډېر کسان ټپيان سوي دي. دغه پیښه د صربستان سره په سرحد کي رامنځته سوې ده. د بس مسافرینو ویلي چي افغان دي.

https://p.dw.com/p/4FrkM
Busunglück in Bulgarien
انځور: Valentina Petrova/dpa/AP/picture alliance

په بلغاریا کي د یوې ترافیکي پیښي له امله په مهاجرو ډک بس چلوونکی وژل سوی دی. لکه څنگه چي د بلغاريا رسنیو رپوټ ورکړی، په دغه پیښه کی ډېر مهاجر په سطحي ډول ټپيان سوي دي. دغه ترافیکي پیښه د یکشنبې په ورځ د صربستان سرحد ته نیژدې رامنځته سوې ده.

د بس مسافرو ویلي چي هغوی افغانان دي. تر دغي ترافیکي پیښي وروسته، پولیسو نوموړي مهاجر د بلغاریا په لویدیځ کي پروت کوچني ښار گودچ کي د بوټو او وښو په منځ کي پیدا کړي دي. تر اوسه پوري تائید سوي نه دي چي آیا دغو مهاجرو غوښتل چي صربستان ته ولاړ سي او یا هم کوم بل مقصد یې درلود.

په آژه سمندرګي کې د افغانانو په ګدون مهاجر ژغورل شوي

 

له بلغاریا څخه د هغو مهاجرو له پاره چي له بحران ځپلو هیوادونو څخه راځي، د یوې ترانزیتي لاري په توگه استفاده کیږي.

د رپوټونو له مخي دغه ترافیکي پیښه پس له هغه رامنځته سوه چي د بس چلوونکي خپل کنترول له لاسه ورکړ. دغه بس له یوې وني سره ټکر وکړ او اور یې واخیست. تر اوسه پوري د بس د چلوونکي د هویت په هکله چي خپل ژوند یې له لاسه ورکړی، معلومات نسته.

(dpa)gp/nz