1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

بلخ: «د نامحرمې مېرمنې د لمس سزا ۲۵ دُرې او بند»

۱۴۰۳ فروردین ۱۵, چهارشنبه

د طالبانو عالي محکمې په یوې اعلامیه کي ویلی چِي په بلخ ولایت کي یې یو سړی، نامحرمي ښځي ته د جنسي ځورونې ( لاس وروړلو) په تور په دُرو وهلی او سربیره پر دې یې د بندیگرت په سزا هم محکوم کړی دی.

https://p.dw.com/p/4eNuD
Afghanistan Ein Soldat der streng muslimischen Taliban-Miliz angehört, schlägt einen Zivilisten mit einem Gummigürtel
انځور: EMMANUEL DUNAND/AFP via Getty Images

د طالبانو عالي محکمې د چارشنبه په ورځ (د ۲۰۲۴ کال د اپريل ۳ نېټه) اعلان وکړ چِي یو سړی یې په بلخ ولایت کي، یوې ښځی ته د جنسي ځورونې په تور، ۲۵ دُرې وهلی او په ۶ میاشتي تنقیدي حبس يې محکوم کړی دی.

نوموړې ادارې ویلي چِي دغه سړی « د یوې نامحرمې ښځی د لمس کولو» له امله مجرم پیژندل سوی او د ابتدائیه محکمې له خوا د بلخ ولایت د چاربولک په ولسوالۍ کي سزا ورکول سوه.

طالبانو ویلی چِي پر دغه سړي باندي د دُرو وهلو حکم د سه شنبه په ورځ د بلخ د مرافعه محکمې د ریاست په محوطه کي د محکمې، د بلخ ولایت د استازو او د  امر بالمعروف و نهی عن المنکر د ریاست او د طالبانو د حکومت د څو نورو ادارو د کارکوونکو په حضور کي  ترسره سو.

په دې هکله نور جزیات نه دي ورکول سوي چِي دغه جنسي ځورونه څه وخت او چیري رامنځته سوې او په محکمه کي څرنگه ثابته سوې ده. په دغه قضیه کي د شاملو کسانو هویت هم نه دی څرگند سوی.

طالبانو واک ته تر بیرته رسیدو وروسته په عام محضر  کي د جسمي سزا ورکولو عملي کول له سره پیل کړي او تر اوسه څو تنه په عام محضر کي اعدام سوي او په لسو تنه په دُرو وهل سوي دي.

په عام محضر کي د طالبانو له خوا جسمي سزا په تکرار سره د بشري حقونو د بڼسټونو له خوا تر انتقادونو لاندي راغلې ده. نوموړي بڼسټونه او همدارنگه کارپوهان وایی چِي د طالبانو له خوا جوړې سوې محکمې عادلانه او قانوني نه دي او تورن کسان مدافع وکیل ته لاس رسی نلري.

طالبان نړیوالو انتقادونو ته په نه پاملرني سره دا ډول سزاگانو ته ادامه ورکوي. په دا وروستیو کي ددغې ډلې د مشر یو ثبت سوی ږغ  په ټولنیزو رسنیو کي اول خپور او وروسته ایسته کړای سو. هغه د نړیوالو مخالفتونو سره سره د شرعي احکامو د عملي کولو پر دوام ټینگار کړی او ویلی یې وه چِي د ښځو د سنگسارولو په شمول به شرعي مجازات په عام محضر کي عملي کړي.

آیا په افغانستان کې بشري وضیعت مخ پر خرابیدو دی؟

GP/A.A/Ahmady