1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

بریتانیې د فرانسې څخه د مهاجرو مقابل کې د جدي عمل غوښتنه کړې

۱۳۹۹ مرداد ۱۹, یکشنبه

د بریتانیې حکومت د فرانسې څخه غوښتي، د هغو مهاجرینو سره چي د مانش کانال له لاري د کوچنیو کښتیو پواسطه بریتانیا ته ځانونه رسوي، جدي عمل وکړي. په دې اواخرو کي ۲۳۵ مهاجرو کوښښ کړی و، چي د دغي لاري ځانونه بریتانیا ته ورسوي.

https://p.dw.com/p/3ggO3
Frankreich Flüchtlingskinder in Calais
آرشيفانځور: Getty Images/M. Turner

د بریتانیا د پارلمان غړی او په پارلمان کي د صدارت سکرتر، کریس فلیپ پرون شنبه (د ګست میاشتي ۸ مه) په هغه مقاله کي چي په «دیلي تلګراف» ورځپاڼه کي يې لیکلې، ویلي، چي فرانسه باید هغه مهاجرین چي د ساحل په مخکي یې نیسي، بیرته راوګرځوي. فلیپ اضافه کړې ده چي «فرانسه باید موږ ته اطمینان راکړي، هغه مهاجرین چي بریتانیا ته د تګ کوښښ کوي او نیول کیږي، دوهم وار ونسي کولای خپل دغه ډول کوښښ ته دوام ورکړي.»

هغه پیشنهاد کوي، هغه مهاجرین چي بریتانیا ته د غیرقانوني تګ تر کوښښ وروسته نیول کیږي، باید د ګوتي نښان یې واخیستل او راجستر سي. هغه د جدي تدابیرو غوښتونکی سو، لکه د هغوی اخراج او یا بندي کیدل. هغه اضافه کړه، چي خپل دغه پیشنهادونه به په راتلونکې اوونۍ کي په پاریس کي د خپل فرانسوي سیال سره مطرح کړي.

Französische Gendarmen patrouillieren an den Stränden von Tardinghen
هغه مهاجرین چي بریتانیا ته د غیرقانوني تګ تر کوښښ وروسته نیول کیږي، باید د ګوتي نښان یې واخیستل او راجستر سيانځور: AFP/Getty Images/D. Charlet

همدا تېره پنجشنبه (د ګست میاشتي ۶ مه) په یوه نوي ریکارد سره ۲۳۵ مهاجرو کوښښ وکړ، چي د مانش کانال څخه تیر سي. د هغوی اکثریت په اوبو کي د بریتانا د ساحلي ګارد پواسطه ونیول سول.

د دغه ډول مهاجرینو تعداد په جولای میاشت کي ۱۰۰۰ تنو ته رسیدلی ؤ.هغوی اکثره د عراق، ایران، سوریې او اریتریا څخه وه.

د بریتانیا د کورنیو چارو وزیر، پریتي پتل دغه ډول لوړ تعداد مهاجرینو ته په کتو سره تأسف ښکاره کړ. هغه اضافه کړې، چي وزارت یې هغه رپوټونه تائیدوي، د کومو پراساس چي د مانش په کانال کي د جنګي کښتیو پر عملیاتو باندي غور کیږي.

د اسوشیتد پرس بریتانوي خبري آژانس په حواله د دغه هیواد د دفاع د وزارت یوه کارکونکي دغه فکر «کاملأ احمقانه» بللی دی. هغه چي نوم یاد سوی نه دی، ویلي دي، چي دغه ډول یو عملیات «غیر ضروري او غیر متناسب» دي او په کښتیو کي انسانان د لوی خطر سره مخامخ کوي.

د مهاجرت پر موضوع زموږ له آرشيف څخه يو ا نځوريز البوم: