1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

بریتانیا: واعظ انجم چوهدري په عمري بند محکوم شوی دی

۱۴۰۳ مرداد ۱۰, چهارشنبه

انجم چوهدري، د منع کړای شوي ترهګریز سازمان «المهاجرون» د مشر په توګه چې غړو یې په څو بریدونو کې لاس درلود، مجرم ګڼل شوی دی. محکمې ویلي دي چې دغه اسلامي واعظ ځوانان «افراطیت ته هڅول».

https://p.dw.com/p/4ixYz
Großbritannien | Mehrere muslimische Führer hielten Reden vor der Regents Park Moschee
قاضي ویلي دي چې ده ته دومره اوږده سزا ځکه اورول شوې ده چې دغه واعظ «ځوانان افراطي فعالیتونو ته هڅول»انځور: Gonzales Photo/Michael Hornbogen/PYMCA/Photoshot/picture alliance

یوې بریتانوۍ محکمې د سه شنبې په ورځ (۲۰۲۴م کال د جولای ۳۰) سخت دریځه اسلامي واعظ انجم چوهدري، ته د یوه ترهګریز سازمان د رهبري کولو په جرم د عمري بند سزا اورولې ده.

د یادونې وړ ده چې محکمې لادمخه انجم چوهدري د «المهاجرون» په نوم سازمان د سرپرستۍ له کبله مجرم بللی وو. د دې ډلې هدف په بریتانیا کې د اسلامي خلافت رامنځته کول دي.

د بریتانيا حکومت په ۲۰۱۰م کال کې دغه ډله يو ترهګریز سازمان وباله. د دې ډلې یو شمیر غړي په ۲۰۱۳م کال کې د بریتانوي عسکر لي رګبي په قتل او په ۲۰۱۷ او ۲۰۱۸ کلونو کې په لندن برج کې په شویو بریدونو کې ښکیل وګڼل شول.

قاضي مارک وال، د لندن په وولوچ کراون محکمه کې د پریکړې اورولو پر مهال چوهدري ته وویل: «ستاسې په شان سازمانونه د خپلې ایډیالوژۍ د ملاتړ له پاره تشدد عادي خبره ګرځوئ.»

محکمې وویل: «د دې موجودیت هغه کسان د داسې حرکتونو او اعمالو ترسره کولو ته هڅوي چې ممکن په بل صورت کې یې نه ترسره کول خوښوي. دوی د هغو کسانو ترمنځ درځ رامنځته کوي چې په بل صورت کې ممکن وغواړي ګډ سوله ایز ژوند ته ادامه وکړي.»

یو سخت دریځه بنسټپال

محکمي د چوهدري، د عمري بند موده ۲۸ کاله اعلان کړې ده او په دې ترتیب سره هغه به د خپل عمر تر ۸۵ کلنۍ مخکې خوشې نه کړای شي.

قاضي ویلي دي چې ده ته دومره اوږده سزا ځکه اورول شوې ده چې دغه واعظ «ځوانان افراطي فعالیتونو ته هڅول».

انجم چوهدري، په ۲۰۱۶م کال کې د داعش یا «اسلامي دولت» ترهګرې ډلې ملاتړ ته د خلکو د هڅونې له کبله هم د پنځه نیم کاله بند سزا اورول شوې وه. وروسته هغه په ۲۰۱۸م کال کې بیرته خوشې کړای شو.

په «المهاجرون» کې د هغه د رول په هکله د استخباراتي ماموریت په ترڅ کې معلومات ترلاسه شوي ول، چې تر هغې وروسته چوهدري ونيول شو.

له دې عملیاتو څخه معلومه شوه چې دغه ډله چې ظاهراً لمنځه تللې ده، اوس هم تر مختلفو نومونو لاندې فعاله ده. ویل کیږي چې له دې جملې په نیویارک کې د «اسلامک تهنکرز سوسایټي» هم د دې ډلې یوه برخه ده. د همدغو معلوماتو پر اساس د بریتانیا او کاناډا پولیسو څېړنې پیل کړې وې.

د نیویارک د پولیسو مرستیالي کمیشنره ربیکا وینر، وویل چې د چوهدري سزا د هغه د لوړې رتبې یا منصب له کبله تاریخي ده. نوموړې چوهدري، یو «بې شرمه افراطي» بللی دی.

د پولیسو دغې چارواکې له ژورنالیستانو سره په خبرو کې وویل: «دا په عام ډول پلې عسکر وي چې شبکې ته راوړل کیږي او بریدونه کوي او د عدالت ته سپارل کيږي.»

آژانسونه: ش.ن/ ن.ز

د «داعش خراسان ولایت» ترهګریزه شبکه کوم اهداف لري؟

د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل

په دې اړه نور مطالب