بریتانيا اوبو لاندې کړې
۱۳۹۸ بهمن ۲۸, دوشنبهد هوا پيژندني ادارې په دې منځ کي په شمال کي د سکاتلند څخه نیولې په جنوب کي تر کورنوال پوري د اوبو د لوړیدو او سیلابونو د رامنځته کیدو ۶۰۰ خبردراري ورکړي دي. په خبره یې دا د بریتانيا په تاریخ کي هیڅ ساری نه لري. د «دېنس» د طوفان سره خصوصأ والس ډیر مخامخ ؤ، په کوم ځای کي چي د باد سرعت په ساعت کي ۱۵۰ کیلومترو ته رسیدلی ؤ. دهواپيژندني ادارې تر دغه طوفان وروسته د سختو بارانونو د اوریدو خبردراری ورکړی دی او هغه یې په ډیر لوړه درجه بندۍ په «سور» علامت کي شامل کړی دی. د والس په ځينو برخو کي په ۲۴ ساعتونو کي دومره باران اوریدلی دی، لکه په عادي حالت کي په یوه میاشت کي.
کارپوهان د والس په ځينو برخو کي دغه حالت د انسانانو لپاره ډیر خطرناکه طبقه بندي کړی دی. د هلیکوپترونو او بادي کښتیو په واسطه خلک د خپلو تراوبو لاندي کورونو څخه را انتقال او په سلهاوو ریل گاډي او سړکونه بند سول. همدا رنگه په سلهاوو پروازونه لغوه سوي چي په نتیجه کي یې په لسهاوو زره مسافرین په هوايي میدانونو کي بند پاته سول. په ځینو برخو کي عسکرو باید د خلکو سره کومک کړی وای او هغوی یې راایستلي وای.
تیره اوونی د «کيارا»په نامه یوه بل طوفان د بریتانيا د شمال ځیني برخي هم سختي متأثري کړي وې.