1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

بريتانيا يوه داعشۍ پېغله بې هيواده کړه

۱۳۹۷ اسفند ۱, چهارشنبه

دغه بريتانوۍ ۱۵ کلنه وه چې له داعش سره يوځای شوه. خو اوس غواړي بيرته خپل کور ته ستنه شي. دا کارښايي اوس ستونزمن وي: ځکه بريتانيا له دې نجلۍ تابيعت بيرته اخيستی دی. دا قضيه د يوه ستونزمن حالت ښکاروندوي کوي.

https://p.dw.com/p/3Dijq
Großbritannien Renu Begum hält ein Foto ihrer Schwester Shamima Begum
انځور: Reuters/L. Lean

دا ځوانه نجلۍ شميمه بيگم نوميږي او قضیې يې د نړيوالو پام ځانته را اړولی دی. شميمه بيگم چې اوس ۱۹کلنه ده په سوريه کې یې همدا څه موده مخکې خپل دريم کوچنی وزيږاوه. د هغې دوه لومړي اولادونه مړه شوي دي چې ښايي علت یې خوار ځواکي او ناروغۍ وې.

شميمه بيگم چې اوس په يوه پنډغالي کې اوسي، په ډېرو مرکو کې یې غوښتنه کړې ده چې برېتانيا ته دي د ستنيدو اجازه ورکړل شي، څو یې کوچنی يو ښه راتلونکی ولري. هغې په دې تړاو د بريتانيا له چارواکو څخه د «زړه سوي» غوښتنه کړې ده. خو نوموړې د «The Times » ورځپاڼې ته دا هم ويلي دي: «زه دلته پر راتگ پښېمانه نه يم.» هغې زياته کړې ده چې له خپل مېړه سره چې د هالنډ دی او هغه هم د داعش غړی دی، اوس هم مينه لري.

«د را ستنيدو مخنيوی به يې وکړو»

شميمه بيگم په ۲۰۱۵م کال کې کله چې هغه ۱۵ کلنه وه، د ښوونځي له يوې بلې نجلۍ سره د ترکیې له لارې د سوریې رقه ښار ته چې هغه وخت د داعش پوخ سنگر وو، تللې وه. هلته بيا دا نجونې د بريتانوي رسنيو د رپوټونو په حواله، د داعش افراطي ډلې بهرنيو جنگيالو ته واده شوې.

خو د بريتانيا حکومت له دې نجلۍ څخه چې يو څه موده مخکې په يوه پنډغالي کې وموندل شوه، تابيعت بيرته اخيستی دی. د شميمه بيگم کورنۍ چې په اصل کې د بنگله ديش ده، د کورنيو چارو وزارت يو اړوند ليک پر نورو سربيره د «آي ټي وي» تلويزيوني شبکې او «پي ای» خبري آژانس ته ښوولی دی.

Symbolbild - Flagge ISIS
داعش ډله اوس په سوريه کې ډېره لږه خاوره تر کنترول لاندې لريانځور: picture-alliance/dpa

د بريتانيا د کورنيو چارو وزير ساجد جاويد همدا تيره جمعه وويل چې دی به بريتانيا ته د هغو کسانو چي د ترهگرو سازمانونو ملاتړ يې کړی دی د راستنېدو د مخنيوي خنډ و نه گرځي.

له راستنو شويو جهادستانو سره څه بايد وشي؟

د شميمه د کورنۍ وکيل ويلي دي چې د بريتانيا د حکومت د دې پريکړې د ننگولو له پاره به له هرې حقوقي لارې چارې کار واخلي. د عدلیې وزير ډېوډ گاوک هم د شميم بيگم د بيرته ستنيدو د غوښتنې د رديدو په صورت کې له حقوقي مشکلاتو سره مخامخ کيدلای شي.

نوموړي له « Sky News» خبري شبکې سره په خبرو کې ويلي دي چې د نړيوالو قوانينو له مخې يو حکومت نه شي کولی انسانان بې تابيعته او يا بې هيواده کړي.

د شميم بيگم قضيه د يوه ستونزمن پړاو ښکاروندي کوي چې د اروپا ډېر هيوادونه ورسره لاس او گريوان دي. دلته دا پوښتنه مطرح کيږي چې آیا د امنيتي دلايلو پر اساس د جهادستانو بيرته کور ته د ستنيدو مخه ونيوله شي او يا دا چې هغوی راستانه کړل شي او په خپلو هيوادونو کې محاکمه شي؟