بريتانيا وايي ايران یې د ټانکر مخه نيولې ده
۱۳۹۸ تیر ۲۰, پنجشنبهد بريتانیا د حکومت د معلوماتو پر اساس د «بريتش هیريتیچ» په نامه د تېلو ټانکر د هرمز تنگي څخه د تېريدو په حال کې وو چې درې ايراني ډېر سرعت لرونکې کښتۍ ورته نزدې شوې. يوه حکومتي وياند د پنجشنبې پر سهار په لندن کې وويل چې دغه کښتيو د ټانکر د لارې نیولو هڅه وکړه.
د «ايچ ايم اس مونتروس» په نوم بريتانوي جنگي بیړۍ چې دغه ټانکر یې بدرگه کوه، تر دې وروسته سملاسي غبرگون وښود او د «لاوډ سپيکر» له لارې یې د ایراني کښتيو له عملې څخه د پر شا کيدو غوښتنه وکړه.
امريکايي تلویزيوني شبکې «سي اين اين» د امريکا د دفاع وزارت په حواله رپوټ ورکړی چې «مونتروس» جنگي بیړۍ د خپلو وسلو خولې ايراني کښتيو ته اړولې وې. د دغه شبکې په حواله د دې پېښې انځورونه هم موجود دي.
د فارس د نيمه دولتي خبري آژانس په حواله د ايران انقلابي گارد د امريکا دغه تورونه چې دوی د بريتانوي ټانکر د مخې نيولو هڅه کړې، رد کړي دي.
د ايراني تانکر پر ضبطولو غبرگون؟
د تېرې پنجشنبې په ورځ په جبل الطارق کې پوليسو او گمرکي چارواکو د ايران د تېلو يو ټانکر د بريتانيا د سمندري عسکرو په مرسته درولی او ضبط کړی وو. جبل الطارق د هسپانیې په جنوب کې پرته سيمه ده چې په بريتانيا پورې اړه لري. ويل شوي ول چې د «گریس ۱» په نوم دغې کښتۍ هڅه کوله چې خام تېل په غیر قانوني توگه سوریې ته انتقال کړي.
تر دغه پېښې وروسته ولسمشر حسن روحاني بريتانیې ته د «پایلو» يا غچ اخیستنې گواښ کړی وو.
امريکا متحده ايالات دمگړۍ هڅه کوي په هرمز او باب المندب تنگيو کې د تېلو د ټانکر د ساتنې په موخه يو نړيوال پوځي ائتلاف رامنځته کړي. ايران له امريکا متحده ايالاتو سره د اتومي لانجې په ترڅ کې په وار وار سره د هرمز تنگي د تړلو گواښ کړی دی.
په جون مياشت کې د عمان په خليج کې د تېلو دوه ټانکرونه د نامعلومو کښتيو له خوا د بريد ښکار او زيانمنې شوي ول. امريکا د دې کار پړه پر ايران اچوي خو په تهران کې حکومت دغه خبره ردوي.
bs/sm (rtr,ap,afp,dpa)