1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

برلين غواړي په راتلونکو پنځو کلونو کې ۵۰۰ افغان مهاجر ومني

۱۴۰۰ آذر ۲۴, چهارشنبه

د برلين ایالت سيمه ایزې ادارې پريکړه کړې ده چې په راتلونکو پنځو کلونو کې به له خطر سره مخامخ ۵۰۰ افغان پناه غوښتونکي ومني. د آلمان د کارلسروهه ښار د رسنیو ميوزیم هم همدا راز د افغان هنرمندانو د منولو غوښتنه کړې ده.

https://p.dw.com/p/44HU6
Konflikt in Afghanistan - Operation Allies Refuge - Ramstein Air Force Base Germany
انځور: Airman Edgar Grimaldo/U.S. Air/Planet Pix via ZUMA Press Wire/picture alliance

برلين په پام کې لري چې په راتلونکو پنځو کلونو کې په ټولیزه توګه له افغانستان څخه ځانګړي محافظت ته اړتيا لرونکي ۵۰۰ پناه غوښتونکي ومني. دا مورد د سه شنبې په ورځ د برلين ایالت د سيمې ایزې ادارې له خوا تصويب شو.

پر دې اساس به هر کال ۱۰۰ کسان د برلين ایالت د مهاجرو د منلو د پروګرام له لارې منل کيږي. په دې کې به هغه کسان شامل وي چې د ملګرو ملتونو د مهاجرو د عالۍ کمیسارۍ (يو ان ايچ سي آر) له خوا محافظت ته اړتيا لرونکو کسانو په توګه درجه بندي شوي وي، لکه سياسي مخالفين او د بشري حقونو فعالان.

د برلين د سيمه ایزې ادارې په حواله دا ايالتي پروګرام د هغو کسانو له پاره دی چې تر مخه یې د آلمان د فدرالي دولت له خوا د منل کيدو تائيدي نه وي ترلاسه کړی.

د برلين ایالتي حکومت همدا راز د بشري دلایلو پر اساس په عين حال کې دا پريکړه هم کړې ده چې د هغو افغان پناه غوښتونکو د کورنيو د منلو مقررات به هم پراخه کړل شي چې په برلين کې ژوند کوي. تر دې د مخه دا استثنايي قانون يوازې سوريايي او عراقي پناه غوښتونکو د خپلوانو د منلو له پاره عملي کيده.

د افغان هنرمندانو د منلو غوښتنه

د آلمان د کارلسروهه ښار د رسنیو موزيم غواړي چې هغه افغان هنرمندان چې له خطر سره مخ دي، د همسبتګۍ د يوه کمپاين په ترڅ کې ومني. د هنر او رسنيو مرکز (زيد کا ام) د سه شنبې په ورځ اعلان وکړ چې د افغانستان ناوړه وضعيت ته په کتو سره د هنر او کلتور په برخه کې نړيوالې همکارۍ او تړون ته اړتيا ده.

د ياد موزيم د هنر د برخې مشر پيتر وايبل په دې ترڅ کې له سياستوالو په ګډه د لاس په کار کیدو غوښتنه وکړه. وايبل وويل چې موزیم یې د هنرمندانو منلو ته چمتو دی.

دا وړاندایز لا دمخه په سپتمبر میاشت کې د آلمان د کورنيو چارو وزارت ته استول شوی دی.  په دې کار سره موزيم د «هنرمند په خطر کې» په نوم مرستندويه سازمان له غوښتنليک سره مرسته کوي.

د سپتمبر میاشتې په پېل کې دې سازمان د افغان هنرمندانو له خوا د آلمان د صدراعظم اولاف شولڅ او د امريکا متحده ايالاتو د ولسمشر جو بايدن په نوم يو ليک هم خپور کړی وو.

په دې ليک کې له دولتونو څخه غوښتنه شوې ده چې نور دې د افغانستان له ناوړه وضعيت څخه سترګې نه پټوي بلکې د ویزو په ورکړې سره دې د هنرمندانو د را ايستلو ګام پورته کړي. په دې ليک کې راغلي چې لاس ليکوونکي یې تعقيبيږي او د طالبانو له ويرې چې کابو ټول هنرونه د اسلامي قوانين څخه سرغړونه ګڼي، په تېښته دي.

پر دې سربیره زیاته شوې چې «د افغانستان د خلکو ارزښتمن کلتور او روحيه» بايد د راتلونکو نسلونو له پاره خوندي شي.

ب. ص/ ن. ز (afp,epa)

زموږ له آرشيف څخه: