1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

بدخشان: درې کان کېندونکي وروسته له ۶۰ ساعتونو ژغورل شوي

۱۴۰۱ دی ۱۸, یکشنبه

د افغانستان په شمالي ولایت بدخشان کې د سرو زرو له یو نړېدلي کان څخه درې کان کېندونکي تر ۶۰ ساعتونو وروسته ژوندي راوښکل شوي دي. دغه کان د پنجشنبې په ورځ په یاوان ولسوالۍ کې نړېدلې وو.

https://p.dw.com/p/4LsMS
د آرشیف انځور - بدخشان
د آرشیف انځور - بدخشانانځور: picture-alliance/dpa

ځايي چارواکو د يکشنبې په ورځ وويل چې دغه درې کسان څه باندې ۶۰ ساعته له اوبو او خوړو پرته تر خاورو لاندې بند پاتې ول.

د آلمان خبري آژانس په حواله، دغه کسان د چارواکو او ځايي اوسیدونکو د هڅو په نتیجه کې د شنبې په ورځ ناوخته وژغورل شول. دوی د بدخشان ولایت په یاوان ولسوالۍ کې له کان څخه د سرو زرو د وښکلو په موخه یو تونل کېندلی وو چې د پنجشنبې په ورځ په سېمه کې له یوې زلزلې یو ساعت مخکې ورباندې ونړېد.

رپوټ وايي چې ژغورل شوي کسان د يکشنبې په ورځ په پوځي الوتکه کې د بدخشان مرکز فیض آباد ولایتي روغتون ته انتقال شوي دي.

په بدخشان کې کان ښوویدنه؛ څو کارګران تر خاورو لاندې بند پاتې دي

ځایي چارواکو ويلي دي چې په غرنۍ سیمې کې د ژغورنې عملیات د سختو لارو او د وسایلو د کمښت له کبله سخت وو.

په خپرو شوو انځورونو کې ښودل کيږي چې طالبان او خلک په عملیاتو کې له عادي امکاناتو کار اخلي.

د بدخشان ولایت د سرو زور کانونه لري. د دغه ولایت اوسیدونکي له کلونو راهیسې د خپلو ورځنیو مصارفو د پوره کولو له پاره له دغو کانونو په غیرقانوني او غیرمسلکي توګه سره زر راوباسي چې له پاره ېې پکې تونلونه وهي.

(adp)mks/aa/

په بدخشان کې د مخکې کلونو ځمکې ښوېدنې انځورونه: