1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

امریکا د اوپیک د تیلو تولید کمولو پریکړه د پوتین په ګټه بولي

۱۴۰۱ مهر ۲۰, چهارشنبه

د امریکا متحده ایالاتو ولسمشر جو بایډن ویلي چې امریکا له سعودي عربستان سره پر خپلو اړیکو بیا کتنه کوي خو پوتین بیا د اوپک پلس د دې پریکړې ستاینه کړې. اوپیک غواړي چې د تیلو تولید شاوخوا دوه میلیونه بوشکې کم کړي.

https://p.dw.com/p/4I64m
Joe Biden
انځور: Susan Walsh/AP/picture alliance

د متحده ایالاتو او لویدیځو هیوادونو د تیلو د کمولو لپاره د OPEC+ پریکړې د تیلو پیرودونکي او مصرف کونکي تر ډیره اندیښمن کړي دي. د متحده ایالاتو ولسمشر جو بایډن له "CNN" سره په مرکه کې وویل چې د اوپیک پلاس پریکړه به د سعودي عربستان لپاره پایلې ولري.

 بایډن ټینګار وکړ چې دی به د امریکا له کانګرس سره د راتلونکو ګامونو په اړه مشوره وکړي او هغه څه چې سعودي عربستان له روسیې سره کړي، دغه هیواد ته به پایلې ولري، داسې پایلې چې د امریکا ولسمشر په دې اړه نور توضیحات نه دي ورکړي.

د تیلو تولیدونکو هیوادونو، د اوپک استازو، د چهار شنبې پر ورځ د اکتوبر پر پنځمه پریکړه وکړه چې د ۲۰۲۲ میلادي کال د نومبر څخه هره ورځ د تیلو تولید په برخه کي دوه ملیون بوشکې کموي. هغه ناسته چې په همدې تړاو په وین کي جوړه شوې وه پکې د روسې د لمړی وزیر مرستیال الکساندر نوواک هم ګډون درلود.

د تیلو کمښت به بېې لوړې کړي، هغه څه چې د امریکايي چارواکو په وینا مسکو ته یې ګټه رسیږي ځکه په دې کار سره روسیه کولای شي د تیلو له خرڅلاو څخه د ترلاسه شویو عوایدو له لارې د اوکراین پر ضد جګړې ته دوام ورکړي.د سعودي د نفتو شرکت په درو میاشتو کې ۴۸.۴ ميليارډه ډالره ګټلي

د بایډن ادارې ویاند کارین ژان پیر سعودي عربستان له روسیې سره په همکارۍ تورن کړ او ویې ویل "اوس د روسیې سره د ځواکونو د یوځای کیدو وخت نه دی." یوشمیر نورو لوړ پوړو امریکايي سیاستوالو هم پر سعودي عربستان د فشار راوړلو غوښتنه وکړه.

د امریکا د سنا د بهرنیو اړیکو د کمیټې مشر رابرټ میننډیز ویلي، له سعودي عربستان سره د وسلو پلور او امنیتي همکارۍ باید په موقته توګه ودرول شي امریکا باید له سعودي عربستان سره لږ تر لږه دومره همکاري وکړي، چې سعودي عربستان د امریکا د ګټو د دفاع لپاره کار وکړي.

د سپینې ماڼۍ د ملي امنیت شورا ویاند جان کربي هم CNN ته وویل چې بایډن غواړي په راتلونکي کې له ریاض سره د همکارۍ په اړه له کانګرس سره خبرې وکړي. هغه همدا راز ټینګار وکړ چې د دې وخت را رسیدلی چې دا اړیکې بیا وڅیړل شي تر څو ډاډ ترلاسه شي چې دا کار د متحده ایالاتو د ملي ګټو په خدمت کي دی کنه.

Österreich | Prinz Abdulaziz bin Salman Al-Saud und Alexander Novak | OPEC in Wien
انځور: Reuters/File/L. Foeger

په ورته وخت کې، کربي یادونه وکړه چې له سعودي عربستان سره د وسلو معاملې هم د "ایران پر وړاندې د مهم وزن" په توګه کار کوي. امریکایان اندیښمن دي چې نړیوال اقتصاد، چې د اوکراین په جګړه کې زیانمن شوی، د اوپیک پلاس پریکړې له امله به لا پسې کمزوری شي.

بلخوا د سعودي عربستان د بهرنیو چارو وزیر فیصل بن فرحان د سه شنبې په ماښام  (اکتوبر ۱۹) العربیه شبکې ته د امریکايي چارواکو د اعتراض په ځواب کې وویل چې د ریاض حکومت د ځانګړو اقتصادي دلایلو لپاره د تیلو تولید کموي.

د سعودي د بهرنیو چارو وزیر ټینګار وکړ چې د اوپیک پلس پریکړه د دې ډلې د غړو هیوادونو لخوا په متفقه توګه شوې هیڅ سیاسي اړخ نه لري.پوتین د اوپیک پلاس پریکړې هرکلی کوي

د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین د OPEC+ پریکړې ستاینه وکړه او ویې وويل چې دغه تصميمونه د هيچا پر ضد نه دي، بلکې د انرژۍ په نړيوال بازار کې د ثبات د تامين په اړه دي.

پوتین په سنټ پیټرزبرګ کې د متحده عربي اماراتو له ولسمشر محمد بن زاید آل نهیان سره په لیدنه کې له متحده عربي اماراتو سره اړیکې د سیمې او نړۍ د ثبات لپاره مهمې وبللې.