بایرن مونشن، د چمپینز لیګ اتلولي وګټله
۱۳۹۲ خرداد ۵, یکشنبهد روان کال د بوندسلیګ په سیالیو کې اتلې لوبډلې بایرن مونشن، د شنبې په شپه (د ۲۰۱۳م کال د مې ۲۵) د بریتانیې په پلازمینه لندن کې د ۲۰۱۳ کال د چمپینز لیګ فوټبال اتلولي وګټله. دا پنځم وار دی چې د بایرن مونشن کلب دغه اتلولي ګټي. دا د ۲۰۰۱ کال راهيسې په چمپينز ليګ کې د بايرن لومړۍ بريا ده.
د مونشن لپاره ګولونه ماريو ماندڅوکيچ په شپېتمه او آرين روبن په ۸۹ مه دقيقه کې ووهل. له دې مخکې د دورتموند، ايلکی ګوندوګان په ۶۸ دقيقه کې د پېنلټي له لارې په ګول وهلو سره لوبه برابره کړې وه. د لوبې د لیدو له پاره ۸۶ زره نندارچیان لوبغالې ته راغلي ول.
د لوبې لومړۍ نیمایي مساوي وخته. په ۶۰ دقیقه کې د بایرن مونشن د کلب څخه ماریو ماندڅوکيچ، لومړنی ګول وواهه. خو په ۶۸مه دقیقه کې د دورتموند کلب د یوې پینلتي پواسطه ګول وکړ او لوبه مساوي شوه.
همداشان لوبه د پای تر وروسیتو شیبو مساوي وه او وروستی ګول د لوبې د پای څخه یوه دقیقه تر مخه وشو. د بایرن د کلب هالنډي لوبغاړي آرین روبن، د لوبې په ۸۹مه دقیقه کې یو ډیر ښه ګول وواهه او همدغه ګول د بایرن مونشن د لوبډلې د بریا ضامن وګرځید.
د آلمان د فوټبال د دواړو کلبونو تر منځ دغه لوبه د پیل څخه ډیره تیزه او په زړه پورې وه. دواړو لوبډلو په پرلپسې توګه پر یو بل باندې د ګولونو د تر سره کولو هڅې وکړې. د لوبې په لومړنیو دیرشو دقیقو کې د بوروسیا دورتموند لوبډله په لوبې حاکمه وه او د بایرن مونشن لوبډلې ګول کیپر مانویل نویر، د مخالف ټیم د ګولونو د مخنیوي له پاره پوره هلې ځلې وکړې.
تر هغې وروسته د بایرن مونشن لوبډلې هم لوبه تیزه کړه، خو د لوبې په لومړۍ نیمایي کې دواړه کلبونه د کوم ګول په تر سره کولو بریالي نه شول. د وخت په تیریدو سره د بایرن مونشن لوبډله په لوبې حاکمیدله. د مونشن او دورتموند په ښارونو کې د فوټبال مينه والو پر لويو پردو باندې د لوبې جريان له نژدې څخه څاره.
په روان کال کې د بایرن مونشن لوبډلې د بوندس لیګ اتلولي هم ګټلې او اوس یې د چمپینز لیګ قهرماني هم وګټله. د بایرن مونشن لوبډله په راروانه اوونۍ کې په برلین کې د آلمان د جام (کپ) په فاینل کې د شټوټ ګارد له کلب سره مخامخیږي. که چیرې بایرن مونشن د د دغه کپ په ګټلو وتوانیږي، نو دا به په روان فصل کې دریمه مهمه بریا وي چې دغه کلب یې تر لاسه کوي.