بایرن ایالت د مهاجرو د کورنۍ را غوښتنې پروسې محدودول غواړي
۱۳۹۵ شهریور ۲۴, چهارشنبهد سه شنبې په ورځ په مونشن کې د مسیحي سوسیال اتحاد ګوند استازو د المان له مرکزي حکومت څخه غوښتي دي چې د قبول شوو مهاجرو د کورنۍ الحاق یا یوځای کیدو د پروسه په برخه کې دې وضاحت رامنځته شي.
په دقیق ډول بایرن ایالت غواړي ځانته روښانه کړي، چې آیا په المان کې د قبول شوو مهاجرو د کورنۍ یوځای کیدو(د کورنۍ الحاق) سخت قانون د ټولو مهاجرو په برخه کې سر له همدا اوس څخه د نافذیدو وړ دی، او یا یوازې د هغو مهاجرو له پاره چې د ژنیف کنوانسیون له مخې ځانګړي حفاظت ته اړتیا لري.
وروسته تر دې باید هغو کسانو ته په کافي اندازه د استوګنې ځای او د ژوند شرایط برابر شي چې په المان کې د قبول شوي مهاجر له خوا د کورنۍ یوځای کیدو د قانون له مخې غوښتل کیږي.
د دې تر څنګ د بایرن ایالت غواړي چې نور نو د سوریې او افغانستان څخه مهاجر ونه مني، یوازې په هغه شرط چې د هر یوه مهاجر دوسه په انفرادي توګه څیړل شوي وي او نوموړی کس یا مهاجرد ځانګړي حفاظت مستحق وي.
بالاخره د بایرن ایالت له مرکزي حکومت څخه د یوه مهاجر د کورنۍ راغوښتنې (د فامیل یوځای کولو) له مصارفو څخه نیولی بیا د دوی د ښوونځي او ماشومانو د روزنې پورې د ټولو مصارفو په غاړه اخیستنې غوښتنه کوي.
د المان په مونشن ښار کې د ایالتي کابینې تر غونډې وروسته د (CSU) یا مسیحي سوسیال اتحاد ګوند څخه د بایرن ایالت د ټولنیزو چارو وزیرې اِميلي مولر، وویل چې هغه شرایط باید واضح شي چې له مخې یې مهاجر وکولی شي د دولت په موقتي استوګنځایونو کې و اوسیږي.