1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

بایدن غواړي ۱۵ میلیونه بیلره تیل آزاد کړي

۱۴۰۱ مهر ۲۷, چهارشنبه

د تیلو لوړي بیې ته په کتو سره د امریکا ولسمشر جو بایدن غواړي چي د نورو ۱۵ میلیونو بیلره تيلو د آزادولو امر وکړي. دغه تیل د امریکا متحده ایالاتو له ستراتیژیکو زیرمو څخه دي.

https://p.dw.com/p/4INk7
Beobachter sind sicher: Mit der Freigabe weiterer Ölreserven will Präsident Biden bei den Kongresswahlen punkten
د څارونکو په خبره بایدن د تیلو د آزادولو له لاري غواړي د کانگرس په ټاکنو کي امتیاز ترلاسه کړي. انځور: Anna Moneymaker/GETTY IMAGES/AFP

 د امریکا متحده ایالاتو یوه حکومتي استازي په واشنګټن کي وویل چي بایدن به په خپله یوه وینا کي دا خبره واضح کړي چي د لوړو قیمتونو د جبران له پاره د نورو تیلو د آزادولو امکان هم موجود دی. دغه اعلان اوس لا د ویست تکزاس انترمیډت (WTI) د اومو تیلو په راکړه ورکړه کي د نرخونو د راټیتیدو سبب سوی دی.

د تیلو نور خرڅلاو له امکانه لیري نه بریښي

حکومتي استازي همدارنګه وویل چي بایدن علاوه پر دې د دغه هیواد د انرژۍ وزیر ته سپارښتنه کړې ده چي د اړتیا په صورت کي دي، په ژمي کي لا نور تیل له ملي زیرمو څخه وپلوري. په دې ډول نو به نو دا د روسیې او نورو لوبغاړو له خوا د تيلو په بازار کي رامنځته سوي ګډوډۍ ته غبرګون وي.

Unter anderem in West Hackberry lagert ein Teil der Strategischen Ölreserve der USA
د امریکا د تیلو د زیرمي یوه برخه په ویست هاکبیري کي پرته ده.انځور: U.S. Department of Energy/AP/picture alliance

بایدن به په خپله وینا کي د تیلو له شرکتونو څخه غوښتنه وکړي چي د تیلو ټیټي بيي دي په مستیقم ډول مصرف کوونکو ته ورسوي. نوموړی حکومتي استازی زیاتوي، د هغه په خبره پرته له دې به نور هیڅ دلیل د منلو وړ نه وي.

د څارونکو له پاره دا خبره واضح ده چي د دغه اعلان ترشا چي له ستراتیژیکو زیرمو څخه دي نور تیل آزاد کړل سي، د انتخاباتي مبارزې تخنیکي ملاحظات هم پټ دي. د نوومبر پر اتمه د کانګرس د منځنۍ دورې پلان سوو ټاکنو ته په کتو سره بایدن غواړي د تیلو د لوړي بیې مخه ونیسي.

د تیلو زیرمي تر څلورولسیزو مخکي حالت په ډول کمي دي

په امریکا متحده ایالاتو کي د تیلو بیه په جون میاشت کي د تر ټولو لوړي بیې په پرتله ۲۲ سلنه راکښته سوې ده. په اوس وخت کي یې د تیرکال همدغه وخت په پرتله ۱۶ سلنه زیاته ده. د ۲۰۲۱م کال له سپتمبر مياشتي راهیسي د امریکا متحده ایالاتو څه د پاسه ۲۱۲ میلیونه بیلره تیل له خپلو ستراتیزیکو زیرمو څخه آزاد کړل. دغه زیرمه په اوس وخت کي له ۱۹۸۴م کال راهیسي تر ټولو ټیټه کچه لري.

بایډن: د اوپیک پریکړه به د سعودي عربستان لپاره پایلې ولري

دغه ۱۵میلیونه بیرل تیل چي اوس بازار ته وړاندي سي، د هغو ۱۸۰ میلیونو بیلرو تیلو وروستۍ برخه ده چي بایدن یې په مارچ کي د آزادیدو اعلان کړی وو. دا تر اوسه پوري د دغه هیواد له ملي زیرمو څخه د تیلو راايستلو تر ټولو لویه اندازه ده چي هیڅ ساری نه لري.

د امریکا متحده ایالاتو ولسمشر په دې ډول د تیلو د هغي بیې د چټک لوړوالي په وړاندي غبرګون وښود چي د اوکراین په وړاندي د روسیې د جګړې له امله رامنځته سوی دی.

GP/NZ/DW.Online