1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

بایدن له افغانستان څخه د امريکايي سرتيرو د وښکلو دفاع وکړه

۱۴۰۰ مرداد ۲۶, سه‌شنبه

د امریکا ولسمشر جو بایدن، د طالبانو له خوا د واک د ترلاسه کولو وروسته د امریکايي ځواکونو د وتلو له تصمیم څخه دفاع وکړه. هغه وویل امریکايي ځواکونو نه شو کولای د داسې یو ملت دفاع وکړي چې رهبران يې «تښتيدلې دي.»

https://p.dw.com/p/3z4hZ
Washington Rede Präsident Biden Aghanistan
انځور: Evan Vucci/AP Photo/picture alliance

د امریکا متحده ایالاتو ولسمشر د طالبانو له خوا د کابل تر نیولو وروسته په خپله لومړۍ وينا کې د دوشنبې په ورځ اعتراف وکړ چې د طالبانو پرمختګ له هغه چې تصور يې کيده چټک پيښ شو.

بایدن د افغانستان پر حکومت نيوکه وکړه چې د طالبانو پر وړاندې يې چندان مقاومت ونښود. هغه له کابل څخه د اشرف غني وتلو ته په اشارې وويل چې امریکايي سرتيرو نشو کولای د هغه ملت دفاع وکړي چې رهبران یې «لاس په سر او تښتيدلي دي.»

د متحده ایالاتو ولسمشر په سپينه ماڼۍ کې په خپلو خبرو کې وويل: «موږ هغوی ته هر فرصت ورکړ چې خپله راتلونکې خپله تعینه کړي. موږ نشو کولای هغوی ته د راتلونکې له پاره د جګړې اراده ورکړو.» هغه زیاته کړه: «امریکايي سرتيري نباید په یوه داسې جګړه کې وجنګیږي او خپل ژوند له لاسه ورکړي چې افغان امنيتي ځواکونه د خپل ځان له پاره په کې نه غواړي وجنګيږي.»

وسلوالو طالبانو د افغانستان اکثره ښارونه او د هیواد پلازمينه په بیسارې جګړې او په ځینو مواردو کې له مقاومت پرته تصرف کړل. خو د دغې ډلې له خوا د کابل ښار نيول، د کابل په ښاریانو کې د ويرې او ګډوډۍ څپه خپره کړې او دوی انديښنه لري چې طالبان به يو ځل بیا خپل د ۱۹۹۶ تر ۲۰۰۱ کلونو افراطي رژيم ته وروګرځي.

Afghanistan | Taliban in Kabul
طالبان او عام خلک د کابل په هوايي ډګر کېانځور: REUTERS

د دوشنبې په ورځ (د ۲۰۲۱ کال د اګست ۱۶مه) په زرونو افغانانو ځانونه د کابل هوايي ډګر ته رسولي وو او هڅه يې کوله په محدودو پروازونه کې چې موجود ول، له هیواده بهر شي. خو ټول ملکي پروازونه متوقف شول او اووه کسان په هوايي ډګر کې ووژل شول.

يو ۲۵ کلن پخوانی سرتيری چې په هوايي ډګر کې د خلکو په منځ کې يې حضور درلود د فرانسې خبري آژانس ته وويل: «موږ په دغه ښار کې له ژوند کولو هیره لرو. دا چې ما په پوځ کې دنده ترسره کړې، طالبان به مې حتما په نښه کړي.»

امریکا متحده ایالاتو ۶۰۰۰ سرتيري کابل ته استولي تر څو د سفارت کارکوونکو او هغو افرادو د انتقال امکانات برابر کړي چې په افغانستان کې يې امریکايي سازمانونو سره کار کړی دی.

د فرانسې، آلمان او استراليا په ګډون نورو لويديځو هیوادونو هم د خپل سفارتونو د کارکوونکو او افغان سیمیزو کارکوونکو د وښکلو له پاره د چارتر پروازونو بند وبس پروګرامونه تنظیم کړي دي.

د دوشنبې په ورځ په ټولنیزو رسینو کې د کابل د هوايي ډګر غمجنې ويډيوګانې خپرې شوې چې ښودل يې په سلونو کسان د امریکا د هوايي قواوو یوې الوتکي ته پورته شوي او يو شمیر نور د الوتکې په باندنۍ برخه کې ناست او ګڼ شمیر نور بیا الوتکې پسې منډې وهي.

Afghanistan Kabul Flughafen Evakuierungen Chaos
د کابل هوايي ډګر د اګست په ۱۶مه انځور: AP Photo/picture alliance

په دغو انځورونو کې لیدل کيږي چې دوه تنه تر پرواز وروسته له الوتکې څخه لاندې راغورځيږي.

له کابل څخه د یکشنبې په ورځ د اشرف غني وتل د حکومت د سقوط ښکارندوی وو. لا تر اوسه معلومه نه ده چې هغه چیرته اوسیږي. په دې منځ کې طالبانو هڅه کړې چې خلکو او نړیوالې ټولنې ته ډاډ ورکړي چې افغانان نه باید له دوی څخه ویره ولري.

په قطر کې د طالبانو د سیاسي دفتر مشر، ملا عبدالغني برادر، ويلي دي چې دغه ډله اړتیا لري، وښيي چې کولای شي «ملت ته خدمت وکړي او امنیت تامین کړي.»

خو ډیری افغانان نشي کولای د طالبانو پر دغو څرګندونو باور وکړي. د ملګرو ملتونو په سازمان کې د ځوانانو پخوانۍ استازې، عایشه خرم، د فرانسې خبري آژانس ته وويل: «دا د هغو تحصيل یافته ښځو له پاره یو کابوس دی چې د خپل ځان او راتلونکو نسلونو له پاره يې د روښانه راتلونکې تصور درلود.»

د امريکا د بهرنيو چارو وزارت ويلي دي چې طالبانو سره د دغه هیواد هر ډول اړیکي به د بشر حقونو د رعایت او د افراطیت له رد سره تړاو ولري.

US-Soldaten in Afghanistan
امریکايي ځواکونه په افغانستان کې د خپل ماموريت پر مهال - ۲۰۱۵ - د آرشيف انځورانځور: AFP/Getty Images/N. Shirzada

د امریکا جمهور رئيس طالبانو ته خبرداری ورکړ چې امریکا متحده ایالاتو پر وړاندې هر ډول ګواښ به له یو «ورانوونکي» پوځي غبرګون سره مخ شي.

په دې منځ کې چين لومړنی لوی ځواک دی چې د طالبانو پر ملاتړ يې غږ پورته کړې او افغانستان سره يې «دوستانه مناسباتو» لرلو ته چمتووالی ښوولی دی. روسيې او ایران هم د طالبانو له خوا د واک د ترلاسه کولو وروسته ديپلوماتيک غبرګون ښودلی دی.

منتقدان وايي چې د طالبانو بریا، د امریکا متحده ایالاتو شهرت ته د نړۍ د يو زبرځواک په توګه شديد زیان رسولی دی. خو واشنګتن ټينګار کوي چې په افغانستان کې دوه لسیزې جګړه بریالۍ وه او د القاعدې ګواښ نور له منځ تللی دی.

د ملګرو ملتونو سازمان د امنیت شورا د دوشنبې په ورځ وویل چې نړیواله ټولنه باید ډاډ ترلاسه کړي چې افغانستان د تروریزم په مرکز باندې نه بدلیږي. د ملګرو ملتونو سازمان مشر، انتونیو گوترش وويل: «نړۍ ننداره کوي. موږ نه شو کولی او نباید د افغانستان خلک يوازې پريږدو.»

 

 mks/aa/af/na (AFP)