بايرن مونشن نه ماتېدونکې لوبډله
۱۳۹۰ مهر ۲۴, یکشنبهد شنبې په ورځ د برلين په وړاندې په کيدونکي لوبه کې د بايرن د لوبډلې له خوا ماريو ګوميس، فرانک ريبري او شواين شټايګر ګولونه تر سره کړل. د لوبې په ۶۹دقيقه کي ګوميس خپل دوهم ګول وواهه.
د لوبي تر پای وروسته د بايرن مونشن لوبډلي روزنکي، هاينيکس، په خپله يوه مرکه کي ويلي چي، د دوی لوبډلي د لوبې په لومړۍ نيمايې کي ډيره ښه لوبه وکړه او لوبډلې ډير ژر ژر ګولونه تر سره کړل او د لوبې په دوهمه نيمايي کي لوبډلي پر لوبي د خپلې بريا ساتنه وښوده.
د دغي لوبې پايله د بايرن مونشن لوبډلي د پخواني لوبغاړي او د برلين د لوبډلي اوسني روزنکي، مارکوس بابيل، لپاره ډيره خفه کوونکې وه، د هغه په وينا د دوی لوبډلي داسي لوبه وړاندي نه کړه لکه چي تمه يې وه.
د شنبې په ورځ په نورو سيالو کې د مونشن ګلادبخ او د ليورکوزون تر منځ تر سره شوي سيالۍ په دوه دوه ګوله سره مساوي پای ته ورسيده. په يوه بله لوبه کي د آوګسبرګ لوبډلي د ماينز لوبډلي ته د صفر په مقابل کي په يو ګول ماتي ورکړه او د شټوټ ګارډ لوبډلي د هوفن هايم لوبډله د صفر په مقابل کې په دوه ګوله سره ماته کړه.
نن « يکشنبه » په ورځ دوه لوبه تر سره کيږې چې د فراي برګ لوبډله به د هامبورګ د لوبډلې سره مخامخ شي او همداشان د کولن لوبډله به د هانوور د لوبډلې سره ولوبيږي.
دويچه ويله/ سيدرياض
کتونکي: نجيب الله زيارمل