1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

بازار ته مصنوعي غوښه وړاندي کيږي

۱۳۹۷ خرداد ۱۷, پنجشنبه

بازار ته به ډير ژر په اصطلاح «پاکه غوښه» وړاندي شي؛ داسې غوښه چې د هيڅ حيوان به نه، بلکي د اساسي سلولونو له پالنې څخه په لاس راغلې وي. خو خلک دغې غوښې ته د شک په سترګه ګوري.

https://p.dw.com/p/2z510
Steak in Pfanne
انځور: Imago/Imagebroker

د امريکا متحدو ايالتو په سن فرانسيسکو «سيليکون ولي» کې ميشت څو شرکتونه اوس د مصنوعي غوښي د توليد پر يوې پروژې کار کوي. پل شاپيرو، د روان میلادي کال (۲۰۱۸) په جنوري مياشت کې د «پاکې غوښې» په نوم يو کتاب خپور کړ. د هغه په وينا «پاکه غوښه» د حيوان نه، بلکي په يوه بيو رياکتور کې توليديږي چې د «حيوان له غوښي سره توپير نه لري.»

شاپيرو له «بي بي سي» خبري شبکې سره په مرکه کې ويلي دي چې دغه توليد شوې غوښه په بيو رياکتور کې د غوا او غويانو، خوګانو او يا هم د چرګانو له ميليونونو سلولونو څخه اخيستل شوې ده.

شاپيرو په دې اړه ويلي دي: «دا غوښه د اوسنۍ غوښي بديل نه دی. دا داسې واقعي غوښه ده چې لاس ته راوړلو ته يې د حيواناتو ساتني او ذبح کولو ته اړتيا نه ليدل کیږي.»

د مشتريانو اندېښنه

که چيري له مشتريانو وپوښتل شي چې آیا له مصنوعي غوښې سره جوړ ياست که نه، ځوابونه يې په بشپړه توګه روښانه دي. څو ځوابونو ته پام وکړئ: «زما په نظر دا يو ډول نفرت لرونکی اقدام دی»، «فکر کوم دا يو ناسم کار دی. زه نه غواړم مصنوعي غوښه وخورم».

خو ډير څيړونکي په دې اړه متفاوت نظرونه لري. د امريکا په سيليکان ولي کې د«ممفس ميت» شرکت مدير آما والتي په دې اند دی چې بيو راکتور کې توليد شوې غوښه له هغو غوښو څخه چې اوس يې خلک مصرفوي ډیره سالمه ده.

د مايکروسافت شرکت موسس بيل ګيټس په شان افراد او بريتانوي شرکت ريچارد برانسن، د «ممفس ميت» شرکت سهم لرونکي دي.

والتي په دې آند دی چې کومه غوښه چې اوس يې خلک مصرفوي ناسالمه ده او دليل يې دا ښيي چې دغه غوښې که هغه د غواوو دي، که د خوگانو او يا هم د چرګانو، ۹۰ سلنه يې په بيلابيلو باکترياوو ککړي دي.

والتين په دې برخه کې يو بل ټکي ته هم اشاره کوي. هغه وايي چې د ګڼو حيواناتو ساتنه د ځنګلونو پرې کولو ته اړتیا پیدا کوي، تر څو په دې کار سره په لاس راغلو نويو ځمکو کې د کورنيو څارويو له پاره خواړه برابر يا کښت شي. د دې ترڅنګ د ډيرو څارويو شتون د اوبو او انتي بيوتيکونو مصرف ته هم  لوړوي.

د امريکا په سن فرانسيسکو کې د «جاست» شرکت رئيس جاش تتريک بيا له ډیرو هغو کسانو سره مخالفت کوي چې د حيوان د غوښي پر ځای مصنوعي غوښې ته ترجيح ورکوي. هغه په دې اړه وايي: «نن ورځ د هغو کسانو شمیر چې غوښه خوري، تر پخوا ډير لوړ دی او اوس غوښه زموږ د هويت او انساني دود يوه برخه ګرځيدلې ده.»

شيمي پوه «علي بوذري» چې په سن فرانسيسکو کې آشپز دی، بيا د مصنوعي غوښې پلوی دی او د دغې غوښي پر ګټو حساب کوي. بوذري په دې نظر دی چې مصرف کوونکي به ډير ژر له دې غوښې خوړلو سره عادت شي، که چيري دغه غوښه خوندوره او د بدن سره جوړښت ولري.

له آرشيف څخه يو انځوريز البوم: