1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

ایټالیا د کرونا ویروس د بیري ټوله مکتبونه او پوهنتونونه وتړل

۱۳۹۸ اسفند ۱۵, پنجشنبه

د کرونا ویروس سره د مبارزې په لار کي ایټالیا په سختو اقداماتو لاس پوری کړ. داسي چي لومړی به ټوله مکتبونه او پوهنتونونه تړلي پاته سي. ایټالیا په اروپا کي تر ټولو ډیر له دغه ویروس سره لاس او گریوان دی.

https://p.dw.com/p/3YuF6
Italien Coronavirus Universitäten sind geschloßen
انځور: Reuters/G. Mangiapane

لکه څنگه چي د ایټالیا د پوهني وزیري، لوسا ازولینا خبر ورکړی دی، د کرونا نوي ویروس له وجهي به د مارچ میاشتي تر ۱۵ پوري ټوله مکتبونه او پوهنتونونه تړلي وي. تر اوسه پوري یوازي د ایټالیا په شمال کي مکتبونه تړل سوي وه، ځکه چي هلته دغه ویروس ډیر پراخ سوی ؤ. د حکومت یوه ویاند وویل، چي اوس به پوهنتونونه هم تړلي پاته سي.

باید وویل سي، چي ایټالیا په اروپا کي تر ټولو ډیره د کرونا ویروس سره لاس او گریوان دی. تقریبأ  ۳۱۰۰ کسان په اخته سوي او ۱۰۷ تنه مړه سوي دي. په جرمني کي تر اوسه پوري ۲۴۰ کسان په اخته سوي، خو څوک ورڅخه مړ سوی نه دی.

له افریقا څخه مرسته

په دغه هیواد کي په کرونا ویروس د اخته کیدو څخه بیره ډیره سوې ده. په ټولو مغازو او درملتونو کي ضدعفوني مواد او ماسکونه خلاص سوي او ډیر خرڅیږي. خو جنايي گروپونه او اشخاص د هغوی څخه گټه هم اخلي، کوښښ کوي ټول رانیسي او بیا یې بیرته گران خرڅ کړي. ځکه نو حکومت ددغو کسانو پر ضد عمومي عملیات شروع کړي دي.

د ایټالیا د ملکي دفاع وزارت ویلي دي، چي هغوی ته د جنوبي افریقا څخه ۸۰۰۰۰۰ ماسکونه رسیدلي او حداقل لس ميلیونه به نور هم ورته راورسیږي.

Italien Coronavirus Schulen sind geschloßen
انځور: Reuters/Y. Nardi

اروپا تیارئ نیسي

په ټوله اروپا کي د په مخ پر پراخیدونکي کرونا ویروس پر ضد تیارئ نیول کیږي. اکثره هیوادونه د په مخ پر لوړیدونکو وقایوي موادو، لکه ضد عفوني مواد(صابون، مکروبي ضد مایعات او نور)، حفاظتي عینکي او همدارنگه ماسکونو د بیو د لوړیدو پرضد تدابیر نیسي.

په همدې حال کي په پولینډ کي هم یو کس په کرونا ویروس اخته سوی، کوم چي د مارچ پر دوهمه د جرمني څخه ورغلی او په کارنیوال کي په مبتلا سوی ؤ. د اروپايي ټولني د دفاعي مسایلو په آژانس کي هم یو تن په کرونا ویروس باندي اخته سوی دی.