1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
روغتيا

ایټالیا د سبا دوشنبې څخه د ۱۵۰۰۰۰ کسانو د کرونا ټِست کوي

۱۳۹۹ خرداد ۴, یکشنبه

په ایټالیا کي د سبا دوشنبې څخه د کرونا د معافیت یوه ټِست کي تقریبأ ۱۵۰۰۰۰ کسان برخه اخلي، ترڅوپه دغه هیواد کي په کرونا اخته پټ پاته سوي کسان معلوم او تشخیص سي.

https://p.dw.com/p/3chF9
Italien Brescia | Coronavirus: Drive-Through Corona-Test
انځور: picture-alliance/Photoshot/M. Biatta

د ایټالیا د صحت عامې وزارت او د احصايې اداره د سره صلیب د ملي کمیټې سره یو ځای غواړي په دې منظور دغه کمپاین کي د ۲۰۰۰ مختلفو محلاتو څخه خلک ګډون وکړي. دغه خبره نن یکشنبه)د می میاشتي ۲۴ مه( د صحت عامې وزارت په روم کي وکړه.

د وزارت په حواله ددغو کسانو څخه د تلیفون د لاري غوښتل سوي دي، چي په دغه کمپاین کي برخه واخلي. خو په هغه کي ګډون پخپله خوښه او داوطلبانه دی. د هغوی ارقام او اعداد به د علمي تحقیقاتو پخاطر ارزیابي سي.

د ایټالیا د یوه ساینس پوه د معلوماتو پراساس داسي شواهد موجود دي، چي په دغه هیواد کي د کرونا لمړنۍ واقعه لا د تیرکال په دسمبر کي رامنځته سوې وه. دغه ډول د معافیت ټِستونه ډیر مهم دي، تر څو معلومه سي ، چي ایا یو څوک په کرونا باندي اخته سوی ؤ او په بدن کي یې پر ضد معافیت جوړ سوی دی او که څنګه . پدې ډول سره کیدلای سي په هغو کسانو کي هم د کرونا د ویروس ورداخلیدل په اثبات ورسیږي، چي د کرونا هیڅ نوع علایم یې نه درلودل. هغوی اکثرأ نه پوهیږي، چي په کرونا اخته سوي دي.

په ایټالیا کي په کرونا د ویروس اخته کیدو لمړنئ پيښه په لمباردای کي د فبرورئ په میاشت کي ثبت سوه. تر هغه راوورسته دغه هیواد د کرونا د سخت بحران سره مخامخ او ډیر انسانان په اخته سول. تر اوسه پوري په دغه هیواد کي ۲۳۰۰۰۰ د کرونا پيښي ثبت سوي او تقریبأ ۳۳۰۰۰ انسانان ورڅخه مړه سوي دي. خو ساینس پوهان تردې د ډیرو کسانو د اخته کیدو اتکل کوي، چي تیاره پاته او معلوم سوي نه دي.

له آرشيف څخه يو انځوريز البوم: