ایرلنډ، ویسټ انډیز ته ماته ورکړه
۱۳۹۳ بهمن ۲۷, دوشنبه
ایرلنډ د ټاس یا پچې تر گټلو وروسته ویسټ انډیز ته د منډو جوړولو بلنه ورکړه. د ویسټ انډیز لوبډلي ښه لوبه پيل کړه، خو هغه وخت له ستونزو سره مخامخ شوه چې لومړی لوبغاړی یې په ۳۰ منډو کې له لاسه ورکړ.
تر یوې منډي وروسته د ویسټ انډیز دوهم لوبغاړی هم وسوځید. د ویسټ انډیز دریم او څلورم توپ وهوونکي د ۷۸ منډو په جريان کې وسوځیدل. پنځم لوبغاړی یې هم ژر له لاسه ورکړ خو تر هغې وروسته د ویسټ اندیز توپ وهونکي تم شول او د ۲۴۱ تر مجموعي منډو یې کوم لوبغاړی و نه سوځید.
په ټاکل شوو پنځوسو اوورنو کې ویسټ انډیز د اوو لوبغاړو په سوځیدو ۳۰۴ منډی وکړې. د ویسټ انډیز له خوا تر ټولو زیاتي منډي د لېنډل زیمونز وې چې پر ۱۲۴ توپونو یې د پنځو شپږیزو او نهه څلوریزو په مټ ۱۰۲ منډي وکړې. د ډیرن سېمي ۸۹ منډي هم د پام وړې وې چې په۶۷ توپونو یې جوړي کړې. د ایرلنډ له خوا جورج ډکریل، د مخالفي لوبډلې درې لوبغاړي وسوځول.
که څه د ۳۰۵ منډو هدف تر لاسه کول آسانه نه وو، خو ایرلنډ له لومړي سره ښه لوبه پېل کړه او اوپنرانو یې د یوه ښه پېل بنسټ کښیود. په ۷۱ مجموعي منډو د ایرلنډ لومړی لوبغاړی وسوځید. ایرلنډي توپ وهونکي د ویسټ انډیز بالرانو ته سرخوږی جوړ کړ او دوهم لوبغاړی یې په ۱۷۷ مجموعي منډو وسوځید.
د سټرېلنگ او جوایس تر منځ دغه شراکت د ۱۰۶ منډو وو. تر هغې وروسته هم ایرلنډي توپ وهونکو ښه لوبه وکړه او په ۴۰ اورو کې یې د ۲۷۳ په مجموعي منډو دریم لوبغاړی له لاسه ورکړ.
د ایرلنډ له خوا تر ټولو زیاتي منډې سټریلنگ وکړې چې ۹۲ وې. د جوایس ۸۴ او د نیال اوبرین ۷۹ منډي چې تر آخره ناسوځیدلی پاته شو هم د پام وړ وې.
د ننۍ ورځې غوره لوبغاړی هم سټریلنگ وبلل شو. باالاخره ایرلنډ د شپږو لوبغاړوې په سوځیدو ټاکلې هدف په داسې حال کې پوره کړ چې ۲۵ توپونه لا پاتې ول او ویسټ انډیز ته یې په څلورو ویکټو ماتې ورکړه.
په پام کې ده چې د سه شنبې په ورځ د فبرورۍ میاشتې پر ۱۷مه نېټه به په A گروپ کې د نیوزیلنډ او سکاټلنډ لوبډلو تر منځ سیالي وشي او د چهارشنبې په ورځ به چې د فبرورۍ میاشتې له اتلسمې نېټه سره برابره ده د افغانستان او بنگله دیش تر منځ سیالي وشي.