1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
سياستهندوستان

ایربس د هند د يوه هوايي شرکت له پاره ۵۰۰ الوتکې جوړوي

۱۴۰۲ خرداد ۳۰, سه‌شنبه

د اروپا الوتکې جوړونکي شرکت ایربوس د هند له يوه ارزان بيه هوايي شرکت «انډيګو» څخه د ۵۰۰ مسافر وړونکو الوتکو د جوړولو بې سارې ستر فرمايش ترلاسه کړی دی.

https://p.dw.com/p/4SoGX
Salon du Bourget Airshow Paris
انځور: Ludovic Marin/AP/picture alliance

 

د هند ارزان بيه هوایی شرکت انډیګو د نړۍ تر ټولو لوی الوتکې جوړونکي ایربوس شرکت څخه د ۵۰۰   « ای ۳۲۰ نيو کورني ماډل» الوتکو غوښتنه کړې. د دواړو خواوو استازو په لو بورژه کې د هوايي چلن د تر ټولو ستر نندارتون په ترڅ کې دا تړون لاسلیک کړ.

مکرون: ایران دې روسیې ته د بې پيلوټه الوتکو استول بند کړي

تحویلي به په ۲۰۳۰ ام کې پیل شي

دا د هوایی چلند په تاریخ کې د خپل ډول تر ټولو لوی فرمايش دی. د ایربوس د پلور مدیر کریسټین شیرر وویل، د انډیګو مالک پیټر ایلبرز په وینا، د هند هوایی شرکت اوس مهال شاوخوا ۳۰۰ الوتکې لري.  په ټوليزه توګه به انډیګو له ايربس څخه کابو زر الوتکې ترلاسه کړي چې له دې څخه به یې ۴۸۰ د رواني لسیزې تر پای پورې دغه شرکت ته وسپارلې شي. 

د پاریس سالون دو بورجگيت کې هوایی نندارتون
د پاریس سالون دو بورجگيت کې هوایی نندارتونانځور: Nicolas Economou/NurPhoto/picture alliance

د دې تجارتي معاملې په ترڅ کې به د هند دغه هوايي شرکت د ای ۳۲۰ نيو معياري ډول،  د ای ۳۲۰ اوږد ماډل او همدا راز يو نوی ای ۳۲۱ ايکس ایل آر ډوله الوتکې ترلاسه کړي. د دې الوتکو د ببیې په اړه دواړو اړخونو کوم معلومات ور نه کړل.

انډیګو غواړي خپلې الوتکې دوه برابره کړي

انډیګو شرکت په ۲۰۰۵ کې تاسیس شوی او له هغه راهیسې یې د سلګونو ایربس ماشینونو فرمايش کړی چې له دې څخه یې د ۳۰۰ الوتکو فرمايش د ۲۰۱۹م کال په پای کې کړی وو.  دغه راز، د ایربس د پلور مشر  وویل، چې د دوشنبې ورځې فرمایش یې لا «پیل» دی. نوموړي وويل چې دا د هوایی چلن له پاره د هند د بازار پوتنسيال يا وړتيا په ګوته کوي.

د المان پر اسمان د ناټو بې سابقې هوايي تمرین

په اپریل مياشت کې هند چې د ۱،۴ ميليارده څخه ډېر نفوس لري، د نړۍ ترټولو ډیر نفوس لرونکي هیواد په توګه له چین څحه مخکې شو. د ایربس مشر ګیلوم فیوري وویل، انډیګو الوتکې په هند کې ملیونونو خلکو ته د هوا له لارې د سفر فرصت رامنځ ته کوي.

د ایلبرز په وینا، انډیګو پلان لري چې تر ۲۰۳۰ م کال  پورې خپلې الوتکې دوه برابره کړي. هغه نه غوښتل چې د راتلونکې لسیزې له پاره د الوتکو د پلانونو په اړه تبصره وکړي. په هرحال ، اوسنی فرمايش دې هوایی شرکت ته په پلان کې د اړتيا وړ انعطاف برابروي.