ایران کې د افغانانو سوځونې ته غبرګونونه او د حکومت مسئولیت
۱۳۹۹ خرداد ۱۸, یکشنبهد افغانستان د بهرنیو چارو وزارت د مالوماتو پربنسټ، ایراني ځواکونو د تېرې چهارشنبې پر ورځ د هغه هېواد په یزد ولایت کې د افغانانو پر سپرلۍ موټر ډزې کړي، چې له امله یې یوشمېر افغانانو خپل ژوند له لاسه ورکړی.
د دغه وزارت خبرپاڼه وايي چې په ایران کې میشت افغان سفیر عبدالغفور لیوال د پېښې ځای کتلی او د وژل شویو افغانانو د مړو ساتنې او لېږدونې لپاره یې اړین تدابیر نیولي.
خبرپاڼه کې د دې پیښې د جدي څېړنې خبره شوې: «په ایران کې د افغانستان اسلامي جمهوریت سفارت د پلټنې او ارزونې د پایلو له رارسېدو وروسته به د افغانستان بهرنیو چارو وزارت، له ایراني لوري سره د نږدې کار کولو له لارې، د دغه دردونکې پیښې په اړه هر اړخیزه اقدامات ترسره کړي.»
بهرنیو چارو وزارت دا هم ویلي چې د ایران د یزد ولایت حکومتي چارواکو منلې چې د ایران انتظامي ځواکونو د افغان اتباعو د سپرلۍ موټر په ډزو ویشتی.
په ایران کې د کډوالو چارو یوې فعالې اصفه ستانکزۍ دویچه ویله ته وویل، په موټر کې ۱۳ افغانان او یو پاکستانی سپاره وو، چې په پېښه کې ۳ کسه وژل شوي، ۵ ټپیان او پاتې نور ورک دي:
«دا یواځې یوه بیلګه ده یا یو موټر دی چې مونږ یې په رسنیو کې ګورو چې بدبختانه په دغه ډول یي اور اخېستی. خو د انساني قاچاقچیانو له امله ښايي هره ورځ د دواړو هېوادونو ګډه پوله کې، دښتو او غرونو کې افغانان وژل کیږي، خو له هغوی نه خبریږو.»
په ټولیزو شبکو کې یوه ویډیو لاس په لاس کیږي چې یوې کرولا ډوله موټر اور اخېستی او پکې ناست څو تنه د سوځېدو په حال کې دي.
#لږې_اوبه_راوړه _وسوځېدم
دا د هغه افغان فریاد دی چې اوس په ټولیزو شبکو کې د یوه هشتګ په بڼه لاس په لاس کیږي.
غبرګونونه
د چارو کتونکي دا د افغانانو پرضد د ایراني حکومت د ظلم او زورزیاتي دوام بولي.
سیاسي فعالې مریم اروین دویچه ویله ته وویل، ایران کې له افغانانو سره روان چلند د بشر ضد جنایت دی چې باید په جدي توګه یې څېړنه وشي. نوموړې وايي:
«زمونږ حکومت باید د دغسې پیښو د تکرار مخنیوي لپاره بنسټیز کار وکړي او د افغانستان له خلکو هم غواړم کله چې داسې پیښې رامنځته کیږي نو له قومي او ژبني توپیر پرته د خپلو خلکو غږ پورته کړي.»
اغلې اروین زیاتوي چې د حکومت ترټولو بنسټیز کار به دا وي چې په هېواد کې د بې وزلۍ ختمولو لپاره د کارموندنې فرصتونه رامنځته کړي.
خو یوشمېر عام افغانان بیا د دغسې پیښو په حکومتي څېړنو باور نه لري.
د کابل ښار اوسېدونکي توریالي منګل دویچه ویله ته وویل:
«څه وخت مخکې هم ایران افغانان په اوبو کې ډوب کړل چې افغان حکومت یې د تحقیقاتو ژمنه کړې وه. خو تراوسه یې د تحقیقاتو نتیجه خلکو سره شریکه نه کړه. حکومت باید په دې برخه کې یو جدي تصمیم ونیسي.»
د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت وايي، د یزد ولایت حکومتي چارواکو ډاډ ورکړی چې د پیښې عاملان به د عدلي او قضایي بنسټونو له لارې تعقیب کړي.
هاخوا د ایران د بهرنیو چارو وزارت دغه ادعا رد کړې چې ګواکې د افغانانو د سپرلي په موټر دې د هغه هېواد سرحدي ځواکونو ډزې کړې وي.
اسماعیل شاکر – کابل