ایران: د برید په صورت کې اسرائیل په نیم ساعت کې له منځه وړو
۱۳۹۸ تیر ۱۰, دوشنبهد ایران نیمه دولتي خبري آژانس مهر، د دوشنبې په ورځ ویلي دي چې د دې هیواد د پارلمان یوه لوړپوړي چارواکي مجتبی ذوالنور، پر ایران د امریکا د برید په صورت کې اسرائیلو ته سخت ګواښ کړی دی. اسرائیل په سیمه کې د امریکا متحده ایالاتو تر ټولو لوی متحد بلل کیږي.
په وروستیو وختونو کې د امریکا متحده ایالاتو او ایران تر منځ اړیکې ډیرې ترینګلې شوې دي. خبره خو آن تر دې حده پورې مخکې تللې وه چې ولسمشر دونالد ترمپ، د ایران له خوا د واشنګټن د یوې بې پیلوټه الوتکې تر ویشتلو وروسته، پر دې هیواد باندې د پوځي برید امر کړی وو. ترمپ بیا وروسته له خپلې دې پریکړې پر شا شو او روښانه کړې یې وه چې دغه برید یې د ملکي تلفاتو د رامنځ ته کیدو د امکان له کبله لغوه کړی وو.
محبتی ذوالنور چې د ایران د پارلمان د ملي امنیت او بهرنۍ پالیسو د کمیسیون مشر دی، د دوشنبې په ورځ ویلي دي: «که امریکا پر موږ برید وکړي، نو د اسرائیلو د ژوند یوازې نیم ساعت به پاتې وي.»
(ms/nz (reuters
زموږ له ارشیف څخه: