ایران: له افغان طالبانو سره مو خبرې کړي
۱۳۹۷ دی ۵, چهارشنبهد چهارشنبې په ورځ د (۲۰۱۸م کال د دسمبر میاشتې پر ۲۶ نیټه) د تسنیم په نامه ایراني خبري آژانس د ایران د جګپوړو امنیتي چارواکو په حواله رپوټ ورکړی چې ایران له افغان طالبانو سره خبرې کړي دي.
د تسنیم خبري آژانس په حواله د ایران د ملي امنیت شورا سکرتر علي شامخاني ویلي چې له طالبانو سره د ایران د خبرو او اړیکو په هکله یې د افغانستان حکومت ته خبر ورکړی دی. د تسنیم په نامه دغه خبري آژانس چې د ایران انقلابي ځواک ته ډیر نیږدې ګڼل کیږي، د دې خبرو د ځای او جزئیاتو په هکله معلومات نه دي خپاره کړي دي.
تسنیم خبري آژانس په خپل رپوټ کې همدا راز ویلي دي چې د چهارشنبې په ورځ کابل ته د خپل سفر پرمهال شامخاني د دغو خبرو په هکله افغان چارواکو ته معلومات ورکړي دي. د یاد خبري آژانس په رپوټ کې د شامخاني په حواله ویلي دي چې ایران په سیمه کې د ثبات یوه اساسي ستنه ده او دا چې د دواړو هیوادونو ترمنځ همکاري به د افغانستان د نن ورځي د امنیتي ستونزو په حل کې حتماً مرسته وکړي.
دا په داسې حال کې ده چې په دې وروستیو کې له طالبانو سره د سولې په هکله خبرې جدي پړاو ته داخلې شوې دي. افغان حکومت بیا تل د افغانانو په مشرتوب له طالبانو سره د سولې پر خبرو ټینګار کوي، خو طالبانو بیا تل ويلي چې یوازې له امریکا متحده ایالاتو سره د سولې په هکله خبرې کوي.