1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

ايران سره پر پوله د ډوب شوو افغانانوڅېړنې کوم ځای ته رسیدلي؟

۱۳۹۹ خرداد ۳, شنبه

د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت وايي، چې ډير ژر ددې قضیې څېړنه له ډيپلوماټیکو لارو پيلیږي. په دې اړه په راټولو شویو سندونو کې څه دي؟

https://p.dw.com/p/3cfZr
Afghanistan Herat | Untersuchungen | Ertrunkene Migranten
انځور: DW/S. Tanha

ایران سره پر پوله د افغان کارګرانو د ډوبیدو پېښې د څېړنو لپاره دواړو (افغانستان او ایران) د حقیقت موندنې کمېسیونونه ګمارلي وو.

د دواړو هېوادونو د پولې کمېسارانو د هوکړې له مخې، ددې پېښې د هر اړخیزې څېړنې لپاره یوه جګپوړي ایراني پلاوي افغانستان ته سفر وکړ، خو د دغه پلاوي څېړنې بې پایلې پای ته رسیدلي.

د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت ویاند ګران هیواد وايي اوس به د دواړو هېوادو ډيپلوماټیک مراجع په دې اړه څېړنې وکړي:«د څېړنو په بهیر کې افغان کمېسارانو اسناد، شواهد او مدارک خپلو ایراني سیالانو ته وړاندې کړل خو متاسفانه د هغوی د تایید وړ ونه ګرځېدل. د ۱۳۳۵ لمریز کال د سرحدي هوکړه لیک د موادو پر بنسټ دا څېړنې ډيپلوماټیکو مراجعو ته محول کیږي.»

د ولسي جرګې غړي ګل احمد کمین چې د افغان څېړنیز پلاوي غړیتوب لري دویچه ویله ته وویل، د پولې کمېسارانو په کچه د دواړو هېوادونو ترمنځ خبرې ترسره شوې، خو د پام وړ پایله یې نه درلوده: «په کومه کچه چې مونږ هلته تللي وو او غوښتل مو چې له ایراني لوري سره دا موضوع مطرح کړو، هغوی نه غوښتل چې له دې لارې موضوع تحقیق شي، ایراني چارواکو غوښتل چې د کمېسارانو په سطحه دې دا موضوع وڅېړل شي، دا کار وشو خو څه ترلاسه نه شول.»

Afghanistan Herat | Untersuchungen | Ertrunkene Migranten
ایران سره پر پوله د افغان کارګرانو د ډوبیدو پېښې د څېړنو لپاره دواړو (افغانستان او ایران) د حقیقت موندنې کمېسیونونه ګمارلي ووانځور: DW/S. Tanha

د حقیقت موندنې کمېسیون ددغه غړي پروینا، چې د هغوی راټول کړي سندونه او شواهد په ډاګه کوي، چې د ایران سرحدي ځواکونو د ټولو نړېوالو اصولو خلاف افغان کارګران وژلي او سیند کې یې ډوب کړي دي.

ښاغلی کمین وايي، که د دواړو هېوادونو په کچه ډيپلوماټیکې څېړنې هم بې پایلې شي، نو افغان حکومت به په لوړه کچه د ولسي جرګې او د حکومت د مشرتابه په کچه پریکړه کوي.

ایران باید "غرامت" ورکړي

یوشمېر افغان کتونکي وايي، حکومت دې په جدي توګه دا قضیه وڅیړي او ایران باید دې اړ کړای شي چې د بې ګناه وژل شویو افغانانو غرامت ورکړي.

د کورنیو چارو وزارت یوه پخواني چارواکي جنرال طاهر یرغل دویچه ویله ته وویل، تراوسه په دې اړه ټول اسناد ښيي چې افغان کارګران په بې رحمی سره وژل شوي: «د افغان حکومت اقدامات باید ډیر جدي وي، دا کوچنۍ موضوع نه ده چې کمېساران دې حل کاندي باید په لوړه کچه مطرح شي، ایران باید ددغو بې ګناه افغانانو "غرامت" ورکړي.»

شاوخوا درې اونۍ وړاندې یوشمېر افغان کارګران د کار په تمه ایران ته پر لاره وو چې د هرات ګلران ولسوالۍ کې پر پوله د ایران سرحدي ځواکونو ونېول.

رپوټونه وايي، چې ایراني ځواکونو لومړی افغان کارګران شکنجه او وروسته یې ۱۲ تنه په هریرود سیند کې ډوب کړي او ۱۷ نور لاهم تري تم دي.

خو د ایران د بهرنیو چارو وزارت تردې دمه په دې اړه ټولې ادعاوې بې بنسټه بولي.

اسماعیل شاکر – کابل

له آرشيف څخه يو انځوريز البوم: