ایران د ځانمرګي برید پړه پر اسرائیلو او امریکا واچواله
۱۳۹۷ بهمن ۲۵, پنجشنبهد پنجشنبې په ورځ (د ۲۰۱۹م کال د فبروري میاشتې په ۱۴مه نیټه) د ایران د دولتي تلویزیون په حواله د دې هیواد ولسمشر حسن روحاني، د سپاه پاسداران انقلاب پر سرتیرو د برید مسوولیت اسرائیلو او امریکا متحده ایالاتو ته راجع کړ.
دغه برید د تیرې چهارشنبې په ورځ د فبروري میاشتې په ۱۳مه نیټه د دې هیواد په جنوبي سیستان بلوچستان ایالت کې د انقلابي ځواکونو ګڼ شمیر سرتیري په نخښه کړل. په دې برید کې د یادو ځواکونو ۲۷ تنه سرتیري ووژل شول.
د چهارشنبې په ورځ د ایران انقلابي ځواکونو وویل چې په سیستان بلوچستان کې په موټر کې سپاره یوه ځانمرګي بریدګر د ګارد د سرتیرو د لیږد پر یوه سرویس ډوله موټر برید کړی دی. په دې برید کې یو شمیر نور کسان ټپیان شوي هم دي. د ایراني رسنیو په حواله د جیش العدل په نامه د ایران یوې سني جنګیالۍ ډلې د برید مسوولیت منلی دی. دغه ډله په ایران کې میشت د بلوچو له پاره حقوقي او د ژوند ښې اسانتیاوې غواړي.
د دغه ځانمرګي برید په هکله د ایران ولسمشر حسن روحاني، وویل: «دغه جرم به د سپینې ماڼۍ، تل ابیب او د دوی د سیمه ایزو اجنټانو له پاره چې د ترهګرۍ اصلي ملاتړي دي، د دوی په کارنامو کې د یوه چټل داغ په توګه پاتې شي.»
روحاني په خپلو خبرو کې د سیمه ایزو هغو اجنټانو نومه یاد نه کړل، چې د هغه په باور د دغه برید اصلي مسوول اړخونه دي. دا په داسې حال کې ده چې په تیرو وختونو کې تهران تل پر سعودي عربستان باندې د سني جنګیاليو ډلو د ملاتړ تور پوری کړی. په ایران کې یو شمیر سني ډلو د دې هیواد پر امنیتي ځواکونو ګڼ شمیر خونړي بریدونه کړي دي. ریاض بیا تل دغه راز تورونه ردوي.
د ایران ولسمشر وویل چې ایران په وروستیو کلونو کې د سپاه پاسداران انقلاب اسلامي پر ځواکونو باندې د تر ټولو بد برید په ترسره کوونکو باندې د عدالت پلي کولو ته ژمن دی.
برید چې د ټپیانو شمیر یې ۱۳ ته رسیږي د پاکستان پولې ته څیرمه د ایران په سني میشته سیمه یعنې په سیستان بلوچستان کې شوی دی. د ۲۰۱۲م کال راهیسې د جیش العدل په نامه دغه سني مذهبه جنګیالۍ ډله د پاکستان له خاورې څخه د ایران پر پوله ساتو ځواکونو بریدونه کوي. ایران له خپلو ګاونډیو هیوادونو غوښتي چې د بیلتونپاله ایراني ډلو پر وړاندې اقدامات وکړي.